به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د پاکستان د صحت انسټیټیوټ  (NIH) وینا ده چې د جولای په میاشت کښې په ټول هیواد کښې د خټو د نمونو ۳۶٪ کښې د پولیو ویروس موجودیت موندل شوی دی.

 دا خبر د ۱۱۷ نمونو څخه راټول شوی چې د ۸۷ ضلعو څخه اخیستل شوې وې. دا موندنې ښيي چې د ویروس گردش لاهم روان دی. د ویروس د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

این آئي ایچ وايي چې د مثبتو نمونو شمیر د جون په پرتله یو څه کم شوی (۳۲٪)، چې د ښه واکسین کمپاینونو له امله د پرمختګ نښه ده. خو په مختلفو سیمو کښې د ویروس موجودیت لاهم د اندیښنې وړ دی. سند تر ټولو ډیرې مثبتې نمونې لري (۲۹ نمونې معاینه شوې، ۱۹ مثبتې)، ورپسې پنجاب دی (۳۳ نمونې معاینه شوې، ۱۲ مثبتې) دي. په خیبر پښتونخوا کښې د ۳۴ نمونو څخه ۷ مثبتې وې. چې د جنوري له ۱۴ څخه ډیر کموالی ښيي. بلوچستان یوازې یوه مثبته نمونه درلوده چې د جون له څلورو څخه کمه ده. په اسلام آباد کښې د څلورو نمونو څخه درې مثبتې وې.

په ۲۰۲۵ کال کښې په پاکستان کښې د پولیو ټول ۱۹ کیسونه ثبت شوې چې ډیر په خیبر پښتونخوا کښې دي (۱۲ کیسونه). د پاکستان د پولیو پروګرام په تېر یو کال کښې شپږ ښه ویکسین کمپاینونه ترسره کړي. چې مقصد یې له ۴۵ میلیونو څخه د زیاتو ماشومانو ویکسین کول دي. د دې ټولو هلو ځلو سره سره د ویروس دوامداره موندل په پاکستان کښې د پولیو له منځه وړلو کښې دوامدارې ستونزې په ګوته کوي. لکه امنیتي مسایل، د ویکسین په اړه د خلکو شکونه، او غلط معلومات هم په ګوته کوي. این آئي ایچ اعلان وکړ چې د پولیو ویکسین یو بل فرعي ملي کیمپین د ۲۰۲۵ کال د ستمبر له ۱ څخه تر ۷ پورې ټاکل شوی ده. چې مقصد یې په ۹۱ ضلعو کښې ۲۸ ملینه ماشومان دي.

نور ولولئ