به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د امریکې متحده ایالاتو بلوڅستان لیبریشن آرمي (BLA) او د هغې بله نامه، مجید بريګېډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو (FTO) په توګه نومولي دي. د اتوار (دوشنبې) په ورځ د بهرنیو چارو وزارت په خپله وېبپاڼه کښې یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کښې نور ویل شوي دي چې مجید بريګېډ د BLA پخواني په ځانګړي توګه د نړیوالو ترهګرو (SDGT) په لیسټ کښې د بل مستعار نوم په توګه اضافه شوی. چې په متحده ایالاتو کښې دې ډلو ته مرسته رسول جرم ګرځوي.

بلوچستان لبریشن آرمی (BLA) په ۲۰۱۹ کال کښې د څو ترهګریزو بریدونو وروسته د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل شوه. له هغه وخت راهیسې دې ډلې د نورو تاوتریخوالي پېښو مسوولیت منلی دی چې په دې کښې مجید بریګیډ هم شامل دی. دا خبره په یو بیان کښې شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې نننۍ پرېکړه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ټرمپ ادارې ژمنتیا ښیي. روبیو وویل چي د ترهګرو ډلو په توګه نومول زمونږ په مبارزه کښې مهم رول لري او د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ مخنیوي یوه اغېزمنه لاره ده.

په جولای کښې پاکستان نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ نړیوال ګواښ له منځه وړلو لپاره دې د ګډو هڅو له لارې هدف مند او له تبعیض پرته تګلارې خپلې کړي. په ورته وخت کښې یې د نړیوالو ترهګرو په لیسټ کښې د بی ایل اے (BLA) د مجید بریګیډ په څېر د ترهګرو ډلو شاملولو غوښتنه وکړه.
دا نوی ګام په داسې حال کښې اخیستل شوی. چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاکستان سره اړیکې زیاتې کړي کوم چې د هغه مخکېني ولسمشر جو بایډن له خوا لرې ساتل شوی و. د جو بایډن ادارې په افغانستان کښې په شل کلنې جګړې کښې د اسلام اباد له رول څخه ناخوښه وه.

په ۲۰۲۴ کال کښې بی ایل اے (BLA) په کراچۍ هوایي ډګر او د ګوادر بندر ادارې کمپلیکس ته څېرمه د ځانمرګو بریدونو مسؤلیت ومانه. د ۲۰۲۵ کال په مارچ کښې دې ډلې ادعا وکړه چې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي یې تښتولی چې له کویټې څخه پېښور ته تللی و. دې اورګاډي کښې یې ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي سرتیري وژلي او له ۳۰۰ څخه زیات مسافر یې یرغمل کړي وو.

تېره میاشت د ټرمپ ادارې یوه پټه ډله هم د ترهګرې په توګه وبلله. چې د اپریل میاشتې په برید تورنه وه. دا برید د هند تر غیرقانوني قبضي لاندې جمو او کشمیر کښې شوی و او نوي ډیلي یې تور پر پاکستان پورې کړ. اسلام آباد دا تور په کلکه رد کړ.

د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د متحده ایالتونو لخوا د بلوچستان لیبریشن آرمي (BLA) او د دې بل نوم مجید بریګیډ ترهګرې ډلې په توګه نومولي دي. هغه د پاکستان وفاقي حکومت او جنرل عاصم منیر مننه وکړه. چې د ټرمپ حکومت ته یې د پاکستان موقف په ښه توګه وړاندې کړو.

وزیراعلیٰ ویلې دي چي دې ډلو له ډېرې مودې راهیسې په بې ګناه خلکو وینه توی کړې ده او دا یې د نسل او حقونو په پلمه کړې ده. هغه زیاته کړه چي ترهګري، ترهګري ده؛ هیڅ وجه د بې ګناه خلکو وژل نه شي توجیه کولای. نړۍ باید د دې خطرناکې بيمارۍ ختمولو لپاره یوځای شي.

نور ولولئ