د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف پر حکومت سختې نیوکې کوي.
د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمان د شنبې په ورځ په پېښور کښې یوې خبري غونډې ته په وینا کښې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) پر حکومت سخت تورونه ولګول. هغه وویل چې د تحریک انصاف حکومت په خیبر پښتونخوا کښې وسله والو ډلو ته میاشتنۍ باج (بھته) ورکوي. چې وروسته ورته په اړوندو سیمو کښې د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.
مولانا فضل الرحمان په ټینګار سره وویل چې د هغه ګوند وسله والې ډلې نه مني او نه یې ملاتړ کوي. هغه پوښتنه وکړه چې دا کوم اسلام دی چې وایي مونږ ته پیسې راکړئ. بیا شریعت دی؟ د هغه په وینا د ده او د افغانستان د علماوو او مشایخو په نظر د وسله والو ډلو اقدامات غیر شرعي او غیر اسلامي دي.
هغه په خیبر پښتونخوا کښې د امن او امان پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د عامو خلکو لپاره په دې صوبه کښې بشپړ ناامنه چاپیریال دی.
د یوې پوښتنې په ځواب کښې مولانا فضل الرحمان وویل چې له چا سره اختلاف د دښمنۍ په معنی نه دی. هغه زیاته کړه چې هغه په خیبر پښتونخوا کښې د حکومت د بدلون پلوی دی. خو دا بدلون باید د تحریک انصاف په دننه کښې راشي.
د هغه په وینا له صوبې سره اړوندې پرېکړې او اقدامات باید د ګوند په مشوره وشي. د وفاقي حکومت په اړه د پوښتل شوې پوښتنې په ځواب کښې مولانا فضل الرحمان وویل چې که هغه د وفاقي حکومت له اقداماتو څخه راضي وای. نو هغه به یې برخه وای.