ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د مې له وروستیو راهیسې په غزه کښې شاوخوا ۸۰۰ فلسطینیان د بشري مرستو ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي. د دې مرګژوبلې ډېره برخه د غزې د بشري بنسټ (GHF) تر کنټرول لاندې د وېش ځایونو ته نږدې شوې. چې دا یو امریکايي او اسراییلي ملاتړ لرونکی سازمان دی.
د غزې بشري بنسټ چې د مې په میاشت کښې وروسته له هغې جوړ شو کله چې اسراییل پر غزې دوه میاشتنۍ کلابندي ولګوله. ادعا کوي چې ۶۹ ملیون خواړه یې وېشلي دي. خو د دوی عملیات ګډوډ وو او په مکرر ډول راپورونه ورکول شوي چې اسراییلي ځواکونو د مرستو لپاره انتظار باسي پر ولسي وګړو ډزې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ (OHCHR) ۶۱۵ وژنې د GHF سایټونو ته نږدې او ۱۸۳ نورې مړینې د مرستو د کاروانونو پر لارو مستند کړي دي.
د OHCHR ویاندې راوینا شامداساني وویل چې ډېری ټپونه د مرمیو له امله وو او دا حالت چې خلک د لوږې او یا په ډزو وژل کېدو ترمنځ انتخاب ته مخامخ دي، د منلو وړ نه دی.
د GHF بنسټ دا ردوي چې د دوی د مرستو د وېش ځایونو ته نږدې وژونکي ډزې شوي دي. اسراییلي پوځ ادعا کوي چې د وژونکو پیښو له راپورونو وروسته یې خپلو ځواکونو ته نوي لارښوونې ورکړي او ویلي یې دي چې دوی GHF ته اجازه ورکوي په خپلواکه توګه کار وکړي په داسې حال کښې چې پخپله په سیمه کښې خپل عملیات ساتي.
دوی ټینګار کوي چې دوی د اسراییل دفاعي ځواک او ولسي وګړو ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره کار کوي.
پر دې وژنو سربیره د غزې د ملکي دفاع ادارې یوازې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۳۰ نور فلسطینیان وژل شوي راپور ورکړی. چې ۱۰ یې په الشاکوش سیمه کښې د مرستو لپاره انتظار پر مهال په ډزو وژل شوي دي. دې ادارې په غزه کښې د پراخو هوايي بریدونو، بې پایلټه الوتکو بریدونو او بمباریو راپور هم ورکړی. چې لا یې هم بشري وضعیت خراب کړی دی.
د جنوبي غزې یوه شاهد د شدیدو ډزو، هوايي بریدونو او د بې ځایه شویو کمپونو د ویجاړولو په اړه وویل.
روانه جګړه چې اوس ۲۱ میاشتو ته رسېدلې ده د غزې نږدې ټول نفوس یې بې ځایه کړی او ډیر ئي ښوونځیو ته پناه وړلو ته مجبور کړي. چې پخپله د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. ملګرو ملتونو په مکرر ډول د نړیوال بشري قانون څخه د سرغړونې په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.