به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلي علي امین ګنډاپور د شنبې په ورځ په اسلام اباد کښې د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل. چې پکې پر دوه اړخیزو اړیکو او د همکارۍ پر پراختیا خبرې وشوې.

د لیدنې په ترڅ کښې وزیر اعلي ګنډاپور په افغانستان کښې د سرطان د یو پرمختللي روغتون په جوړولو کښې د مرستې وړاندیز وکړ او د کرنې په برخه کښې یې هم د پوره همکارۍ باور ورکړ. هغه د افغانانو د هوساینې لپاره د هرې ممکنې هڅې کولو هوډ څرګند کړ. په دې موقع د وزیر اعلي د اطلاعاتو سلاکار بریسټر محمد علي سیف هم شتون درلود. چې له افغانستان سره د اړیکو د غوښتنو د کولو مسولیت ورته سپارل شوی و.

دواړو لوریو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدې پولې، ګډو ژبنیو، توکمیزو او مذهبي اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې دا اړیکې باید د ورورولۍ، سولې او متقابل احترام له لارې نورې هم غوښتلې شي. دوی د بهرنیو قوتونو د ناوړه پلانونو پر وړاندې پر ګډ دریځ او راتلونکو نسلونو ته د یو سوله ییز، باثباته او روښانه راتلونکي چمتو کولو پر ژمنې ټینګار وکړ.

د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د افغان مهاجرینو د پالنې له امله د خیبرپښتونخوا له حکومت څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هوډ یې څرګند کړ.

د لیدنې په پای کښې وزیر اعلي ګنډاپور افغانستان ته د یوه ځانګړي پلاوي لیږلو هیله څرګنده کړه ترڅو د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د باور، همغږۍ او ورورولۍ اړیکې ټینګې شي.

Author

نور ولولئ