به‌روزرسانی دربارهٔ7 hours ago

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د قبایلي ولسوالۍ باجوړ په خار تحصیل کې د نامعلومو ترهګرو په ډزو کې مولانا خانزیب او د سکواډ یو پولیس کانسټېبل، شیرزاده، پر ځای وژل شوي دي ، او درې نور کسان سخت ټپیان شوي دي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې مولانا خانزیب د امن پاسون له کمپاین وروسته، له خپلو ملګرو سره په موټر کې (نواګئی) پر لور روان و.د راپورونو له مخې، د باجوړ د خار تاڼې مشر (SHO) راشد خان له خوا د ترهګرۍ ضد څانګې افسر ته یو لیک استول شوی، چې پکې ویل شوي دي: دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې مولانا خانزیب د ستانه ګل زوی، د نواګئی اوسېدونکی، له خپلو ملګرو شاه‌سوار د جان باچه زوی، عثمان د سید الرحمن زوی، د سکواډ کانسټېبل شیرزاده ، او موټرچلوونکي محمد طارق د عبدالکریم زوی سره، د خپلې شخصي سپینې CHR/NCP موټر په وسیله له خار څخه نواګئی ته روان و. کله چې دوی د “بالا” په سیمه کې ورسېدل، نو له مخکې په کمین کې ناستو نامعلومو ترهګرو پرې ډزې وکړې.په ډزو کې مولانا خانزیب او کانسټېبل شیرزاده د بدن په بېلابېلو برخو وویشتل شول او پر ځای ووژل شول، په داسې حال کې چې شاه‌سوار، عثمان، او موټرچلوونکی محمد طارق هم د بدن په بېلابېلو برخو سخت ټپیان شول.وژل شوي او ټپیان سمدستي د خار مرکزي روغتون (DHQ) ته انتقال کړل شول. د روغتون د بیړني حالت مسؤل ته خبر ورکړل شوی، چې د شهیدانو د مرګ اسناد تیار کړي او د ټپیانو د زخمونو نقشه ترتیب کړي.د پولیسو راپور وایي چې دا پېښه د ځینو عیني شاهدانو له خوا هم تأیید شوې ده. له دې پېښې وروسته پر نامعلومو ترهګرو مقدمه ثبت شوې، او د پېښې پلټنه انسپکټر فلک ناز خان ته سپارل شوې ده. لوړپوړو چارواکو ته هم د پېښې خبر ورکړل شوی دی. په وروستیو کې ترهګر په پرله‌پسې ډول له پولو څخه راوړي او د سیاسي مشرانو او امنیتي ځواکونو هدف ګرځوي.

نور ولولئ