به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د امریکا یوه لوړ پوړي جنرال د سې شنبې په ورځ پارلیمان ته وویل چې پاکستان د ترهګرۍ، په ځانګړي توګه د اسلامي دولت خراسان څانګې (داعش خراسان) پر ضد مبارزه کښې یو د پام وړ ملګری پاتې شوی دی.
د سینټکام مشر جنرال کوریلا د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې ته حاضر شو. چیرې چې هغه په ټوله نړۍ کښې د امریکا د پوځ حالت په اړه معلومات ورکړل.
د داعش خراسان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې هغه وویل چې دا ډله او طالبان یو له بل څخه کرکه لري او د دوی ډیری جنګیالي د افغانستان او پاکستان په پوله کښې پرتو قبایلي سیمو کښې پټ شوي دي.
خو هغه زیاته کړه چې داعش خراسان یو له فعالو ترهګرو سازمانونو څخه دی او په ټوله نړۍ کښې په شمول د امریکا پر ضد د بریدونو پلانونه لري.
کوریلا زیاته کړه چي د پاکستان سره د یو د پام وړ مشارکت له لارې دوی د داعش خراسان پر ضد عملیات کړي او په لسګونو جنګیالي یې وژلي دي. هغه وویل چې پاکستان د امریکا د استخباراتو پر بنسټ لږترلږه پنځه لوړ ارزښت لرونکي (مهم) د داعش خراسان هدفونه نیولي دي. کوریلا د شریف الله د سپارلو یادونه هم وکړه. چې د ابې ګیټ په برید کښې ښکیل و.
جنرال زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هغه ته زنګ وهلی و ترڅو هغه ته د شریف الله د نیولو په اړه معلومات ورکړي او دا چې د پاکستان اقدامات پر داعش خراسان د پام وړ اغیزې لري.
هغه وویل چې امریکا اړتیا لري چې له پاکستان او هند دواړو سره اړیکې ولري. هغه زیاته کړه چي زه دا د یو بائنري سویچ په توګه نه ګڼم.

نور ولولئ