د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د پنجشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ شي. دا سفر ترکیه او سعودي عربستان ته د ورته سفرونو وروسته کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کېښ ویلي دي چي جناب وزیراعظم محمد شهباز شریف به د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۲ مه نېټه متحده عربي اماراتو ته رسمي سفر وکړي.
دا سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ژورې ورورولي اړیکې منعکس کوي. کومې چې په متقابل باور، شریکو ارزښتونو او په ډېرو برخو کښې نږدې همکاریو سره مشخصې دي.
وزیراعظم به د یوه جګپوړي پلاوي سره یوځای وي. په دې پلاوي کښې به د لومړي وزیر مرستیال/بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار، فدرالي وزیران، او نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل وي.
وزیراعظم شهباز شریف به د متحده عربي اماراتو له مشرتابه سره جګپوړې ناستې وکړي. په دې کښې به د متحده عربي اماراتو له ولسمشر او د ابوظبۍ له واکمن شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره دوه اړخیزه ناسته هم شامله وي. د لوړې کچې د دې تعاملاتو په ترڅ کښې به د متقابلې علاقې او اندیښنې پراخې دوه اړخیزې، سیمه ایزې او نړیوالې مسلې وڅېړل شي.
د وزیراعظم دا سفر به د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اوږدې ورورولي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. اقتصادي اړیکې به ژورې کړي او څو اړخیزه همکارۍ به پیاوړې کړي.
دا سفر د دواړو هېوادونو (پاکستان او متحده عربي اماراتو) د شریکې ژمنې څرګندونه ده چې متقابله ګټور ستراتیژیک مشارکت پیاوړی کړي. د متقابلې علاقې په موجوده برخو کښې همکاري زیاته کړي او د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوې لارې ولټوي.
