پاکستان دفاعي بجټ کښې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړی دی. د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره به ۲.۵۵ ټریلین روپۍ (تقریبا ۹.۱۸ بیلین ډالره) دفاع ته ځانګړې شي.
دا د تیر کال په پرتله ۲۰.۲٪ زیاتوالی دی او په لسو کالونو کښې تر ټولو لوی کلنی زیاتوالی دی. دا پریکړه د هند سره د زیاتیدونکي ترینګلتیا له امله شوې ده. وروسته له دې چې د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کښې د دواړو ایټمي هیوادونو ترمنځ پوځي شخړې رامنځته شوې او په عین وخت کښې هند هم خپله دفاعي بجټ زیات کړ.
د دې زیاتوالي سره دفاعي لګښتونه د پاکستان (GDP) ۱.۹۷٪ ته رسیدلي. چې تیر کال ۱.۷٪ و. دا د ۲٪ حد ته نږدې کیږي وروسته له دې چې د یوې مودې لپاره کم شوي وو. دا د روغتیا او زده کړو په ملي لګښتونو کښې کمښت سره په تضاد کښې دی. کوم چې د (GDP) له ۱٪ څخه کم پاتې دي.
د دفاعي بجټ اوس د ټول فدرالي لګښت ۱۴.۵۱٪ برخه جوړوي. چې په وروستیو کالونو کښې تر ټولو لوړه ده. د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د دې زیاتوالي لامل د امنیتي وضعیت او د سرحدونو په ساتنه کښې د وسله والو ځواکونو د ستاینې وړ هڅې وبللې.
بجټ په مختلفو برخو کښې د پام وړ زیاتوالی لري. عملیاتي لګښتونه (۳۷.۲۲٪ زیاتوالی ۷۰۴.۴ بیلین روپیو ته)، ملکي کارونه (۳۷.۴٪ زیاتوالی ۳۳۶.۵ میلیارده روپیو ته)، او په فزیکي شتمنیو لګښتونه (۲۰.۹٪ زیاتوالی ۶۶۳.۱ بیلین روپیو ته) چې پکې د وسلو او تجهیزاتو پیرود شامل دي.
د کارمندانو اړوند لګښتونه لکه معاشونه او الاؤنسونه به ۳.۸٪ زیاتوالی ومومي او ۸۴۶.۰۳ بیلین روپیو ته ورسیږي. چې پوځيانو ته به یو ځانګړی ریلیف الاؤنس هم ورکړل شي. د بجټ د ویش له مخې د کارمندانو اړوند لګښتونه لاهم تر ټولو لویه برخه (۳۳.۱۸٪) ده. ورپسې عملیاتي لګښتونه (۲۷.۶۲٪) او فزیکي شتمنۍ (۲۶٪). د خدماتو له مخې تخصیصونه په لاندې ډول دي. اردو (۱.۱۷ ټریلین روپۍ، د ټول ۴۵.۹٪)، پاکستان هوایی ځواک (۵۲۰.۷۵ بیلین روپۍ، ۲۰.۴٪)، سمندري ځواک (۲۶۵.۹۷ بیلین روپۍ، ۱۰.۴٪)، او د بین الخدمتي سازمانونه (۴۹۸.۱۱ بیلین روپۍ، ۱۹.۵٪). ټولو خدماتو شاوخوا ۱۵.۴۵٪ زیاتوالی ترلاسه کړی دی.
۹۵.۱۷ بیلین روپۍ نا تخصیص شوې پاتې دي. چې کیدای شي د عملیاتي لګښتونو لپاره وي چې په مستقیم ډول د ځانګړو خدماتو سره تړاو نه لري.
پوځي تقاعد که څه هم د دفاعي بجټ برخه نه ده. ۱.۰۵۵ ټریلین روپۍ به ترلاسه کړي – چې ۴.۰۴٪ زیاتوالی دی.
په دفاعي لګښتونو کښې د پام وړ زیاتوالی د دوو پرله پسې کلونو زیاتوالي وروسته راځي. چې د لس کلنې مودې له معتدل کلنیو زیاتوالی څخه توپیر لري. د دې زیاتوالي سره سره د پاکستان دفاعي لګښتونه لاهم د هند په پرتله د پام وړ کم دي.
