د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د جمعې په ورځ په ایکس (X) کښې په یوه پوسټ کښې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري به په راتلونکي کال کښې له ۱۰۰٪ څخه ډېره شي.
صادق دا خبره په ایکس (X) کښې د یوې ویډیو سره یوځای وکړه. چې په کښې لسګونه لارۍ د پولې څخه د توکو په لېږدولو بوختې وې.
د تورخم پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ له اتو سرحدي لارو څخه یوه ده او هره ورځ د زرګونو سوداګریزو موټرو او پیاده تګ راتګ لپاره کارول کیږي.
په هرصورت دا سرحدي لاره د فبروري په ۲۰ مه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله نږدې یوه میاشت تړل شوې وه.
تنشونه هغه وخت پیل شول چې پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو لخوا د پولې په صفري نقطه کښې د یوې پوستې جوړولو ته اعتراض وکړ. د ساختماني کارونو د بندولو پر ځای افغان لوري موقعیتونه ونیول. چې پاکستان یې دې ته اړ کړ چې پوله وتړي او خپل کارمندان یې لنډي کوتل ته ولېږدوي. له دې وروسته سختې ډزې وشوې. چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د پولې د تړلو له امله په دواړو خواوو کښې زرګونه لارۍ او مسافر بند پاتې شول. چې له امله یې میلینونه زیانونه واوښتل.
په هرصورت د دواړو خواوو جرګې د پولې د بیا پرانیستلو لپاره فعالې شوې او څو غونډې یې وکړې. بالاخره د مارچ په ۲۰ مه پوله بیرته پرانیستل شوه.