به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د پېښور سره نږدې په دره آدم خېل کښې د حسن خېل تاڼې باندې ترهګرو په درنو او پرمختللو وسلو حمله وکړه. خو پولیسو ډېره تکړه او په زړورتیا سره مقابله وکړه او دا حمله يې ناکامه کړه. په مقابله کښې يې دوه ترهګر ووژل.

​د پېښور د پولیسو ویاند وایي، د پولیسو او ترهګرو ترمنځ تقریباً دوه ګنټې ډېره سخته ډزې روانې وې.

 پولیسو قوي ځوابي کارروایي وکړه، چې په دې کښې دوه حمله کوونکي مړه شول. لومړني معلومات ښیي چې کېدای شي نور ډېر ترهګر هم په دې ډزو کښې ټپیان شوي وي.

​باقي پاتې ترهګر په تیاره کښې وتښتېدل او د خپلو دوو وژل شوو ملګرو مړي يې شاته پرېښودل.

​د پېښې سمدستي وروسته ډېر پولیس تاڼې ته ورسېدل. دوی ټوله سیمه کلابنده کړه چې د بلې حملې خطر له منځه یوسي. پولیسو په سیمه کښې لوی پلټنې او چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

​د پولیسو چارواکي وایي زمونږ پولیسو د کارروایۍ په وخت کښې پرمختللې وسلې لکه سنائپر ګنونه په ډېر ښه ډول وکارولې او د ترهګرو هغه “بد نیت” یی په مکمل ډول ناکامه کړو. هغوي غوښتل چې پر تاڼه قبضه وکړي.

 ​پولیسو ویلي چې په دې بریالۍ ځوابي حمله کښې د پولیسو هیڅ یو افسر ته زيان نه دی رسېدلی. پولیسو په لوړ مورال سره د ترهګرو مقابله وکړه او پریې نه ښودل چې په خپل مقصد کښې کامیاب شي.

​پولیسو دا هم وویل چې د وژل شوو ترهګرو د پیژندګلو کار او د هغوی د ممکنه ډلې په اړه پلټنې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ولولئ