به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

پاکستان په کابل کې د جمعې په ورځ شوي ادعا شوي هوایي بریدونه په مستقیمه توګه ونه منل. خو د ترهګرۍ پر وړاندې خپل اقدامات یې د افغانستان له خاورې څخه د عملیاتو کوونکو وسله والو پر ضد ‘جواز لرونکی دفاعي اقدام’ وباله. د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر پرله پسې خبرو اترو او له کابل سره د پولې پورې غاړې ترهګرۍ ستونزې په اړه پر همکارۍ ټینګار وکړو.

​د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقات علي خان د اونیزې مطبوعاتي غونډې پر مهال وویل، “پاکستان د خپلو خلکو د حفاظت او هوساینې لپاره خپل کلک هوډ بیا تکراروي.” هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان پر حاکمیت درناوی لري او د ترهګرۍ د ګډو ننګونو پر وړاندې د ګاونډي هېواد سره خبرو اترو او همکاریو ته ژمن دی.

​د ویاند په وینا دا امنیتي عملیات پر استخباراتو ولاړ وو او مقصد یې له کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو څخه د خپلو وګړو ساتل وو.

​دا بیان وروسته له هغه خپور شو چې د زیارت (پنجشنبې) شپې ناوخته په کابل کې دوه چاودنې وشوې. ځايي افغان رسنیو د عینی شاهدانو په حواله د جېټ الوتکو د الوتنو او ډزو راپور ورکړو. چې ادعا کیږي د ټي ټي پي پر یو مرکز او موټر باندې ستلائټ بریدونه وو.

​بل پلو، افغان چارواکو په ښکاره توګه پر پاکستان تور پورې کړی دی. د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې “یو ځل بیا پاکستان د افغانستان پر هوایي حریم تېری کړی، د ډیورنډ کرښې ته نږدی یې د پکتیکا په هوایي حریم کې پر یو بازار بمباري کړې او همدارنګه یې د دارلخلافه کابل پر حدودو هم تېری کړی دی.”

​د بهرنیو چارو وزارت له نوي ډیلي او کابل ترمنځ د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه له وروستي شوي تړون څخه د نظر ورکولو څخه ډډه وکړه. دا تړون د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر او د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترمنځ د خبرو پر مهال شوی دی.

​ویاند شفقات علي خان وویل چې “د افغانستان او د بل هر هېواد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه زمونږ دریځ دا دی چې دا د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده.”

​هغه ټینګار وکړو چې افغانستان خپلواک هېواد دی او پاکستان پر دې مسله څه خاص نظر نه لري. ویاند څرګنده کړه چې د پاکستان غوښتنه تل دا وي چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، که څه هم پاکستان د یو خپلواک بهرني سیاست غوره کولو پر افغان حق درناوی لري.

نور ولولئ