به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

         کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو ویډیو خپره کړې چې پکې د جمیعت علماء اسلام (ف) ډلې یو مشر مفتي کفایت الله په خپلې وسله والې مبارزې او ترهګریزو کړنو کې د مشروعیت لپاره کارولی دی. دې ویډیو هڅه کړې چې د مفتي کفایت الله خبرې د جے یو آی (ف) مشر مولانا فضل الرحمان له خوا د طالبانو له تاکتیکونو سره د موافقې په توګه وښيي.

​دا خبرې مفتي کفایت الله د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۶مه نېټه په جنوبي وزیرستان کې په شکاۍ سیمه کې په یوه عامه غونډه کې کړې وې. دا خبرې اوس د TTP د پروپاګند یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده. چې ادعا کوي دا د جے یو آی (ف) دریځ دی. خو د دې ګوند له لوري په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی.

​دا هم د یادولو وړ ده چې په ۲۰۲۲ کال کې کفایت الله د ګوند له اصولو څخه د سرغړونې له امله د ګوند د مانسهرې څانګې له امارت څخه معطل شوی و. هغه د دولت پر ادارو ځینې داسې خبرې کړې وې چې ګوند ویلي وو چې دا د دوی د پالیسۍ او دریځ استازیتوب نه کوي.

​په دې ویډیو کې TTP وايي چې مفتي کفایت الله د طالبانو ملاتړ کړی او هغوی ته یې شهیدان او غازیان ویلي دي. TTP ادعا کړې چې کفایت الله ویلي چې جے یو آی (ف) او طالبان یو هدف لري. هغه د شریعت پلي کول دي. TTP دا هم ادعا کوي چې کفایت الله خلکو ته ویلي چې د طالبانو خلاف جنګ و نه کړي یا لږ تر لږه یې مخالفت و نه کړي. ځکه چې د شریعت لپاره یې مبارزه سمه ده.

​مفتي کفایت الله طالبانو ته د تښتونو، باج اخیستلو او پر ملکي وګړو د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی و چې مبارزه یې باید یوازې غرونو پورې محدوده وي تر څو بې ګناه خلکو ته زیان ونه رسیږي. خو TTP د خپلو پروپیګنډو کیمپین لپاره د هغه د خبرو یوازې ځینې برخې کارولي دي.

نور ولولئ