د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) او حساسه ادارو په ګډ عملیاتو کې د پشین ضلعې په یارو سیمه کې څلور ترهګر وژلي دي. د سی ټی ډی ترجمان وايي چي دا عملیات د پټو معلوماتو له مخې شوي او وژل شوي ترهګر د فتنہ الخوارج ډلې سره تړاو لري.
ترجمان وویل چي کله چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځای محاصره وکړه نو هغوی ډزې پیل کړې. چې په ځوابي ډزو کې څلور واړه ترهګر ووژل شول. وژل شوي ترهګر د یو شمیر سختو پیښو په تړاو د قانون پلي کوونکو ادارو ته مطلوب وو. په دې پیښو کې په چمن روډ د ایف سي پر ټرک حمله، په پشین کې د لیویز افسر وژنه او پر پولیسو مختلف بریدونه شامل دي.
د ترجمان په وینا د عملیاتو په وخت کې د ترهګرو سره ډیرې وسلې او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي. په ترلاسه شویو وسلو کې دوه کلاشنکوف، دوه نهه ملی میتره تومانچې، دوه لاسي بمونه، ډیټونیټرز، پریما کارډ او نور چاودیدونکي مواد هم شامل دي.
ترجمان زیاته کړه چې په سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات دوام لري او د نورو ترهګرو د موندلو لپاره چاپې وهل کیږي