د بلوچستان په لورالايي ضلعي کښې تېره پنجشنبه شپه وسله والو له بسونو ښکته کړي ۹ مسافر په بې رحمۍ سره وژلي دي.
په وژل شویو کښې د لودھراں ضلعي د دنیاپور تحصیل دوه وروڼه، جابر او عثمان هم شامل دي. چې د خپل پلار په جنازه کښې د ګډون لپاره پنجاب ته روان وو.
د نورو وژل شویو مسافرو تعلق د پنجاب له لاهور، ګجرات، خانیوال، ګوجرانواله او مظفر ګړ ضلعو سره دی. په دوی کښې د ګوجرانواله له کامونکي څخه صابر حسین، د ډیره غازي خان له چوک قریشي څخه محمد آصف، له خانیوال څخه غلام سعید، له لاهور څخه محمد جنید، له اټک څخه محمد بلال، او له ګجرات څخه بلال شامل دي.
د وژل شویو کسانو مړي ډیره غازي خان ته لیږدول شوي او د پنجاب د وزیرې اعلی مریم نواز په لارښوونه اړوندو سیمو ته استول شوي دي. د بارډر ملېشې پولیسو په وینا مړي به خپلو پلرنیو سیمو ته ورسوي.
د ډان نیوز خبري اېجنسۍ د راپور له مخې د ژوب مرستیال کمشنر نوید عالم ویلي چې د ۸ مسافرو هویت معلوم شوی. خو د یو کس هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی ځکه چې وسله والو د هغه اسناد له ځان سره وړي دي.
دا پیښه د پنجشنبې په شپه له کوټې څخه لاهور ته پر روانو دوو بسونو شوې ده. د بلوچستان لیبریشن فرنټ (BLF) اورپکې ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی.