د پاکستان ریلوېز ټرین جعفر ایکسپرس د بلوچستان د سیبي په سیمه کښې د سه شنبی په ورځ برید سره مخ شو.
د پاکستان ریلوېز په یوه بیان کښې ویل شوي دي چې دا ټرین د کویټه څخه پېښور ته سفر کاوه کله چې د پېهرو کونري او ګدالر سټېشنونو ترمنځ د ۸ او ۹ سرنګونو ترمنځ برید سره مخ شو.
په ټرین ډیری شدید ډزې وشوې. په ډزو کښې د ټرین ډرایور امجد یاسین ټپی شو. ټرین د ۹ ګاډیو څخه جوړ شوی دی . په ټرین کښې له ۴۰۰ څخه ډیر مسافر وو او په هغه کښی ډیر ټپیان دي.
د سیبي په روغتونونو کښې د ایمرجنسی اعلان شوی دی. څو ایمبولینسونه هم د پیښې ځای ته لېږل شوي دي.
امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي دي او په سیمه کښې شدید جګړې راپور شوي دي.
د بلوچستان حکومت ویاند شهید رند هم دا برید تایید کړی دی. رند وویل چې د مرستې عملیات د سیمې د سختې ځمکې او لرې والي له امله ستونزمن دی.
خو هغه وویل چې امنیتي ځواکونه د سیمې په لور روان دي او حکومت دا برید له ټولو اړخونو څخه ګوري.
د بلوچستان د ازادۍ ځواک (BLA) دا برید ذمه واری اخیستی ده.
دا په مشهور جعفر ایکسپرس ټرین لومړی برید نه دی. په نومبر ۲۰۲۴ کښې د کویټه په ریلوې سټېشن کښې بم چاودنه په هغه وخت شوی وه کله چې خلک د سهار په وخت کښې د ټرین په باندې کېناستلو لپاره یی انتظار کاوه. په دی برید کښې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوی وو.