به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

پہ سویل ختیځ اتریش کښې د ګراز ښار په درییرشوتزینګاس عالي لیسه کښې د سه شنبې په ورځ یو وسله وال کس ډزې کړې دي. چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. ګراز د اتریش دویم لوی ښار دی.
د ګراز ښاروالې ایلکه کار تایید کړه چې په وژل شویو کښې څو زده کوونکي هم شامل دي. سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه نهه زده کوونکي وژل شوي او بریدګر هم ځان وژلی دی.
رسنیو دا هم ویلي چې بریدګر یا د ښوونځي زده کوونکی و او یا پخوانی زده کوونکی و.
د راپورونو له مخې په دې پېښه کښې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان شوي او اوسمهال په روغتون کښې تر درملنې لاندې دي.
لومړي وزیر کریسټین سټوکر دا برید یوه ملي غمیزه بللې چې زمونږ هیواد یې په زړه کښې ووهلو.
د ډزو له راپور وروسته پولیسو پراخه عملیات پیل کړل. تمه ده چې حکومت به وروسته له غرمې رسمي بیان خپور کړي.
په اروپا کښې په ښوونځیو کښې ډزې نادرې دي. خو د اتریش د وسلو قوانین د خپلو ګاونډیو په پرتله ډیر آزاد دي.

نور ولولئ