به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

په کابل کښې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د ۱۵مې حوزې په قصبې سیمه کښې د داعش خراسان (ISKP) پر یوه پټنځای عملیات وکړل. د طالبانو د ویاند المِرصاد په وینا په دغو عملیاتو کښې د داعش خراسان دوه جنګیالي هم ووژل شول.
د راپورونو له مخې داعش خراسان له دغه ځایه د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړولو لپاره کار اخیست. د وسلو، چاودیدونکو توکو او یوه ځانمرګي واسکټ تر څنګ یو کرولا موټر هم له سیمې څخه ترلاسه شوی دی.
هغه پټنځای چې په عملیاتو کښې ویجاړ شو. د تولیدي مرکز په توګه کارول کېده او له هغه ځایه به ځانمرګي واسکټونه او چاودیدونکي توکي د بریدونو لپاره نورو سیمو ته لېږدول کېدل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبر کده ته وویل چې له سیمې څخه افغانۍ او امریکايي ډالر ترلاسه شوي دي.
هغه وویل چي زمونږ استخباراتي ادارو، ځانګړو ځواکونو او پولیسو په ګډه دا عملیات وکړل. د وژل شویو دوو داعش خراسان جنګیالیو تابعیت لا معلوم نه دی او نورې څېړنې روانې دي.

نور ولولئ