د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب اوربند ته چمتو شوي دي.
ټرمپ په خپله ټروت سوشل (Truth Social) پاڼه کښې لیکلي دي چي د امریکا لخوا د اوږدو شپنیو خبرو اترو وروسته زه خوښ یم چې اعلان کوم چې هند او پاکستان په بشپړ او سمدستي اوربند موافقه کړې ده. دواړو هېوادونو ته د عقل او لوی هوښیارتیا کارولو له امله مبارکي وایم. دې موضوع ته مو د پاملرنې څخه مننه کوم!
دغه اوربند د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم تایید کړی دی.
ډار په ایکس (X) کښې په یوه پوسټ کښې وویل چي پاکستان او هند سمدستي اوربند ته چمتو شوي دي. پاکستان تل په سیمه کښې د سولې او امنیت لپاره هڅه کړې ده. پرته له دې چې خپله خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخ کړي. هغه یو تلویزیوني چینل ته وویل چې اوربند د شنبې په ورځ د مازیګر له ۴ بجو څخه عملي شوی دی.
روبیو وویل چي په تېرو ۴۸ ساعتونو کښې مرستیال ولسمشر وینس او ما له لوړ پوړو هندي او پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
هغه په ایکس (X) کښې په یوه پوسټ کښې زیاته کړه چي زه خوښ یم چې اعلان کوم چې د هند او پاکستان حکومتونو په سمدستي اوربند موافقه کړې او په یوه بې طرفه ځای کښې به د پراخو مسلو په اړه خبرې پیل کړي. مونږ د سولې لاره غوره کولو لپاره د لومړي وزیرانو مودي او شریف حکمت، پوهه او سیاست ستایو.
