به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

وزيراعظم شهباز شريف د شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هند د تيري په وړاندې مناسب ځواب ورکولو سره ثابته کړه چې دا يو ځان ته درناوى لرونکی ملت دی. هغه دا هم وویل چې هند د پهلګام برید په پلمه پر پاکستان یوه بې دلیله جګړه تپلې وه. هغه هیله څرګنده کړه چې هند به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو مسلو د حل لپاره د خبرو مېز ته راشي.
شهباز شريف د پاکستان او هند له خوا د اوربند له موافقې وروسته ملت ته په وینا کښې وویل چې پاکستان د خپلو خلکو د دعاګانو په برکت یوه لویه بریا ترلاسه کړې ده.
وزيراعظم شهباز وویل چي تاسو نړۍ ته روښانه کړه چې پاکستان یو ځان ته درناوى لرونکی ملت دی. زمونږ عزت او مېړانه زمونږ له ژوند څخه زیات زمونږ لپاره ګرانه ده. که څوک زمونږ عزت او مېړانې ته ننګونه وکړي. نو مونږ د خپلې خاورې د ساتنې لپاره د اوسپنې کلک دیوال جوړیږو.
هغه په ټول بحران کښې د چین له مرستې ځانګړې مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې چین تل د پاکستان مرستې ته ورغلی دی. که څه هم له دې څخه یې کومه ګټه نه درلوده.
وزيراعظم وویل چې وسله والو ځواکونو په ځانګړې توګه د پاکستان هوايي ځواک د ټول ملت سرونه په ویاړ پورته کړي دي.
هغه د هېواد له سیاسي ګوندونو، پشمول د اپوزیسیون، څخه هم مننه وکړه چې د بحران په وړاندې یې بې سارې یووالی وښود.
هغه وویل چي بې ګناه خلک، جوماتونه او ملکي وګړي د ډرون او توغندیو په واسطه په نښه شول او زمونږ صبر وازمویل شو.
شهباز له ټرمپ او همدارنګه د سعودي عربستان، برطانیه، قطر او نورو دوستو هېوادونو له مشرانو څخه د اوربند په ترلاسه کولو کښې د مرستې له امله مننه وکړه.
هغه د ټول بحران په ترڅ کښې د جعلي خبرونو سره د مبارزې له امله له رسنیو او ټولنیزو رسنیو کاروونکو څخه هم مننه وکړه.
شهباز وویل چې هغه هیله لري چې هند به اوس د اوبو، کشمیر او نورو مسلو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې مسلو د حل لپاره خبرو ته مخه کړي.

نور ولولئ