به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

هند منلې ده چې د شنبې په سهار د پاکستان په بریدونو کښې یې پنځه هوایي اډې زیانمنې شوې دي او ویلي یې دي چې د جګړې د پراخولو نه کولو ته ژمن دی.
په یوې خبري غونډې کښې ډګروال صوفیا قریشي وویل چې په دغو اډو کښې سامان او خلکو ته تاوان رسیدلی دی. هغې دغه پنځه اډې ادهامپور، پټانکوټ، ادمپور، بوج او بټنډا یادې کړې.
هغې زیاته کړه چې پاکستان په خپلو بریدونو کښې پر ۲۶ زیاتو ځایونو برید کړی دی.
خو د هوايي ځواک قوماندان ویمیکا سینګ وویل چې دا بریدونه شنډ شوي دي.
سینګ دا هم وویل چې هند د جګړې د پراخولو نه کولو ته ژمن دی که پاکستان هم همداسې وکړي.

نور ولولئ