به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په خېبر پښتونخوا کښې د لکي مروت ضلعې د ‘مروت بیټنې قامي تحريک’ درې وتلي مشران بې درده وژل شوي دي. په وژل شوو مشرانو کښې ولي الله، فرمان الله، او عطا الله شامل دي.

​دا ډېره غمجنه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه ورځې وړاندې ترهګرو دا مشران د بنو کینټ سېمې نه تښتولي وو. دا مشران د باران ډېم د اوبو ترلاسه کولو تحريک لړ کښې، د بنو باران ډېم د سفر نه بېرته راروان وو.

​د سرچينو پۀ وينا د تښتولو وروستو پۀ دې دوو ورځو کښې د بنو پوليس او نورو سېکورټي ادارو لخوا دې پېښې ته څه خاص غبرګون نۀ ؤ ښودل شوی، چې پۀ دې اړه سختې اندېښنې څرګندېږي.

​نن د دې درېو تښتول شوو مشرانو مړي د ټوچي پُل بنو سره نژدې پۀ سړک پراته موندل شوي. چې پۀ ګوليو وژل شوي وو. دې خونړۍ پېښې پۀ علاقه کښې د غم او غصې څپه راوستې او ځايي خلکو د سېکورټي ادارو پۀ کارکردګۍ پوښتنې راپورته کړې دي.

​ښاريانو غوښتنه کړې ده چې د دغو بې ګناه کسانو پۀ وژنه کښې ښکېل عناصر دې زر تر زره ونيول شي او انصاف دې پۀ پوره کړی شي.

نور ولولئ