به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ګل په ورځ یو قرارداد منظور کړی چې د ایکشن ان ایډ اف سول پاور ریګولیشنز ۲۰۱۱ په نوم قانون یې غیر اییني، غیر جمهوري او د بنیادي بشري حقونو خلاف بللی دی.

​دغه قرارداد ته د حکومت او اپوزیشن دواړو له خوا غیر معمولي ملاتړ ورکړل شوی. قانون جوړونکو ټینګار وکړو چې د پاکستان د آییني چوکاټ لاندې په یوه صوبه کې بیړني قوانین ځای نه لري.

​پس منظر او قانوني تاريخ

​ایکشن ان ایډ اف سول پاور ریګولیشنز قانون په ۲۰۱۱ کال کې په پخواني فاټا او پاټا سیمو کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جوړ شو. د دې قانون له مخې پوځ ته پراخ واکونه ورکړل شول. چې پکې د وارنټ پرته د خلکو نیول او په حراستي مرکزونو کې د نامعلوم وخت لپاره ساتل شامل وو. د بشري حقونو ډلو تل په دې قانون نیوکه کړې. ځکه چې د دوی په وینا دا د جبري ورکیدو او امنیتي ځواکونو ته د بشپړ معافیت ورکولو لپاره قانوني جواز دی.

​۲۰۱۹ کې د پېښور هایي کورټ پرېکړه: د پېښور هایي کورټ د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۹ کلونو قانون غیر اییني وګاڼه او امر یې وکړ چې د حراستي مرکزونو ته دې د سب جیلونو درجه ورکړل شي.

​۲۰۱۹ – اپیلونه: د خیبر پښتونخوا او فدرالي حکومتونو دغه پرېکړه په سپریم کورټ کې چیلنج کړه. سپریم کورټ د هایي کورټ پرېکړه وځنډوله او کیس یې یو لوی بنچ ته وسپارلو.
​۲۰۱۹-۲۰۲۵: د اے اے سي پي کیس اوس هم په سپریم کورټ کې ده او وروستۍ پرېکړه یې نه ده شوې.

​د ۲۰۲۵ کال ستمبر: د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دغه قانون خلاف قرارداد منظور کړی. چې پکې د اپیلونو د بیرته اخیستلو غوښتنه شوې ده.

​د قانون پوهانو مستقیم اقدام غوښتنه کړې ده

ایډوکیټ شبیر حسین ګګیانی خبرکدہ ته ویلي. چې یوازې یوه پرېکړه لیک کافي نه دی. هغه وویل چي د دغه قانون د ختمولو لپاره کومې پرېکړه لیک ته اړتیا نشته. که د خیبر پښتونخوا حکومت له سترې محکمې خپله غوښتنه بیرته واخلي. نو دا قوانین به په خپله پای ته ورسیږي. د دې کار په کولو سره به په خیبر پښتونخوا کې ټول د نظربندۍ مرکزونه او چیک پوسټونه هم ختم شي، په دې شرط چې حکومت یې د ځنډولو پر ځای په رښتیا ختمول غواړي.

​همدا ډول د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر اکبر خان دغه اقدام وستایه خو ویې ویل چې ډېر ناوخته شوی دی. هغه وویل چيد پنځویشتم اساسي قانون ترمیم وروسته د تحریک انصاف حکومت دا قانون په ټوله صوبه کې وغځاوه.

وروسته د پېښور هائي کورټ جج وقار احمد سېت دغه قانون باطل اعلان کړو. خو د خیبر پښتونخوا حکومت دا پرېکړه په ستره محکمه کې وننګوله. اوس اسمبلی دا واک لري چې پخپله یې ختم کړي. زه هیله لرم چې په پای کې به د اساسي قانون واکمني بریالۍ شي.

​د تخت بائي بار کونسل پخواني عمومي منشي، اېډوکیټ حق نواز خان ټولو سیاسي ګوندونو ته د ګډ مسوولیت په اړه وویل. هغه وویل چي د ټولو سیاسي ګوندونو دنده ده چې د داسې سختو قوانینو مخالفت وکړي مخکې له دې چې پر دوی پخپله وکارول شي. د تحریک انصاف حکومت پخپله دا قوانین د خلکو مېشتو سیمو ته وغځول. خو اوس چې همدا قانون د دوی پر کارکوونکو کارول کیږي، دوی غواړي چې پای ته یې ورسوي. بیا هم دا یو مثبت پرمختګ دی چې داسې قوانین ختم شي کوم چې د اساسي قانون او بنسټیزو حقونو خلاف دي.

​امنیتي اړخ

​ ډېرو خلکو د دغه قانون د ختمولو غوښتنه کړې. ځینې حقوقي پوهانو د امنیتي اړخ په اړه خبرداری ورکړی.

اېډوکیټ سید کمال شاه وویل چې دا قانون په اصل کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ شوی و. هغه وویل چي خیبر پښتونخوا د پرله پسې ترهګریزو بریدونو سره مخ دی. چې پکې امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي. د داسې سختو جرمونو د کنټرول او د بې ګناه خلکو د ساتنې لپاره یو قانون ضروري دی. خو باید د سیاسي کارکوونکو پر ضد غلط ونه کارول شي او نه هم د ترهګرۍ له جګړې بهر وکارول شي.

​سیاسي نیوکې

​سیاسي کتونکي د ګوندونو په دریځ کې د اختلافونو په اړه وايي چې صحافي عرفان خان د تحریک انصاف دریځ طر فې بللی. هغه وویل چي دا په رښتیا حیرانوونکې ده چې د تحریک انصاف قانون جوړونکي چې د دوی ګوند په خپله دوره کې اې اې سي پي پراخ کړو. اوس یې د ختمولو غوښتنه کوي. دا یوازې یو سیاسي اختلاف دی.

​د وزیر اعلی د مواصلاتو او تعمیراتو ځانګړي سلاکار، سهېل افریدي هم په اسمبلۍ کې دا ومنله چې د تحریک انصاف مشرانو او کارکوونکو هم د داسې قوانینو لاندې دولتي تشدد او بنديخانې تجربه کړې ده.

​راتلونکې څه ده؟

​د اې اې سي پي راتلونکې اوس د سترې محکمې په پرېکړه پورې اړه لري. شنونکي وايي چي که د خیبر پښتونخوا حکومت د اسمبلۍ د پرېکړه لیک سره سم خپله غوښتنه بیرته واخلي نو دا به د صوبه لخوا په رسمي ډول د قوانینو د ردولو نښه وي. خو له دې امله چې فدرالي غوښتنې هم پاتې دي. وروستۍ پایله به د سترې محکمې په پرېکړې پورې اړه ولري.

نور ولولئ