د کویټې یو مشهور مذهبي عالم او ټولنیز فعال مولانا خلیل الله شهاب د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
د سترګو لیدو شاهدانو په وینا دا پېښه په ناڅاپي او غیر متوقع توګه رامنځته شوه. دوی وايي چې څو نامعلومو وسله والو د مولانا د کور چاپېر کړو او هغه یې وتښتاوه. په دې وخت کې هیچا ته اجازه نه وه چې ورته نږدې شي یا پوښتنه ترې وکړي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا نامعلومو وسله والو مولانا شهاب د هغه خونې ته یووړ. چې له هغه ځایه یې ځینې مهم شیان او اسناد له ځان سره واخیستل. له دې وروسته دوی سمدستي مولانا له ځان سره نامعلوم ځای ته یووړ.
د مولانا خلیل الله شهاب د تښتونې په اړه تر اوسه څه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې. د مولانا خلیل الله شهاب د تښتونې خبر د سیمې په خلکو کې د اندېښنې او بې چیني څپه خپره کړې ده.