ده جمعې په ورځ په اکوړه خټک نوښار خیبر پښتونخوا کښې د مدرسې حقانیه نائب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني باندې ځانمرګی برید وشو. هغه د برید نه بچ نشو او د پنځو نورو کسانو سره یوځای یې ژوند له لاسه ورکړ.
لږ تر لږه ۱۲ کسان په دې برید کښې ټپیان شوي وو چې وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو په وینا له روغتون څخه رخصت شول.
د پیښې د سي سي ټي وي ویډیو له مخې برید کوونکي لیدل کیږي چې حق ته روان دي کله چې هغه د جمعې له لمانځه وروسته له جومات څخه وځي او خپل کور ته ځي چې د هغه مدرسې ته نږدې دی.
د پولیسو انسپکټر جنرل ذوالفقار حمید وویل چې حق له زینو ښکته کیده کله چې برید وشو. هغه زیاته کړه چې پولیس له دریو مختلفو زاویو څخه د پیښې پلټنه کوي او ژمنه یې وکړه چې مجرمین به پیدا کړې او سزا به ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې د ترهګرۍ کېس رجسټر کړې او د ځانمرګي بریدګر د پاتې شونو څخه یې عکس هم خپور کړی دې چې د هغه په اړه د هر ډول معلوماتو لپاره د ۰.۵ میلیون روپیو انعام ورکول کیږي.
د حمید پلار سمیع الحق هم په ۲۰۱۸ کال کښې په بحریه ټاون راولپینډۍ کښې په خپل کور کښې وژل شوی وو.
ټولو مذهبي مکتبونو عالمانو د دې حملې غندنه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې په هیواد کښې د هغو خلکو پر ضد سخت ګامونه واخلي چې مذهبي عالمان په نښه کوي.
د قرآن او سنت تحریک مشر ابتسام الهي ظهیر خبر کده ته په خبرو کښې وویل چې هغه خلک چې په جوماتونو کښې پر مذهبي عالمانو بریدونه کوي هغه د جنګیالیتوب په لوړه کچه دي.
په سورة النساء ۹۳ آیت کښې الله فرمايي چې که څوک یو مومن ووژني د هغه سزا دوزخ دی. همدارنګه ظهېر ووېل د سورة بقره ۱۱۴ آیت کښې په واضح ډول لیکل شوي چې څوک په جوماتونو کښې د الله ذکر بندولو هڅه کوي هغه ظالم دی.
هغه له حمید او د هغه له پلار سره خپلې لیدنې یادې کړې او ویې ویل: دوی ډېر عاجز خلک دي. حتی د خطبو په ورکولو کښې یې هم هیڅکله توندې خبرې نه دي کارولې. دا برید په ورته وخت کښې زړه ماتونکی او ویرونکی وو. ځکه چې دا ډول وحشیانه عملونه او هغه هم د هر مسلمان لپاره په تر ټولو سپیڅلي ځای کښې ډېر ناوړه دي.
دلته د ځینو عالمانو څرګندونې دي چې په دې غمجن وخت کښې یې د یووالي غوښتنه کړې او خپلو پیروانو ته یې د یو بل سره د یو ځای ولاړېدو سپارښتنه کړې ده.
مجلس وحدت مسلمین مشر سېنېټر علامه راجه ناصر عباس جعفري خبر کده ته په خبرو کښې وویل: دا د دې وخت دی چې مونږ ټول د خپل ملت د دښمنانو په وړاندې متحد شو. په مسجد کښې لومړۍ حمله د امام علي (ع) پر ضد شوې وه. د ټولو مذهبي عالمانو اجماع ده چې په مسجد کښې چا ته زیان رسول حرام دي.
جماعت اسلامي مشر سراج الحق دا پېښه پر ټول امت مسلمه حمله وبلله. د جنازې له مراسمو وروسته یې رسنیو ته وویل: دریمه ډله د صوبايي او مرکزي حکومتونو له خپلمنځي جګړو څخه ګټه پورته کوي. هغه خلک چې دا کار یې کړی هغه هیڅ دین نه لري.
هغه وویل چې د پاکستان د ثبات لپاره د ملي ایکشن پلان پلي کېدو ته سخت ضرورت دې.
بل مذهبي عالم مفتي نعمان نعیم چې په کراچۍ کښې د جامع بنوریه نړیوالې مشر دی. هغه وویل: دا ځانمرګي بریدونه په اسلام کښې په کلکه منع دي او حرام دي. په قران کښې په واضح ډول لیکل شوي چې په هیڅ وخت کښې ځان وژل روا نه دي. همدارنګه د مسلمان حکومت په وړاندې هر ډول ورانونکي کړنې یو وحشیانه جرم دی.
حمید الحق یو وخت په سیاست کښې فعال و او حتی په ۲۰۰۲ کال کښې یې د متحده مجلس عمل په ټکټ د نوشهرې په NA-6 څوکۍ کښې په عمومي انتخاباتو کښې برخه اخیستې وه. هغه دا څوکۍ وګټله او نږدې پنځه کاله یې تر هغه وخته وساتله چې د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کښې ئي استعفا ورکړه.
ولسمشر اصف علي زرداري، وزیر اعظم شهباز شریف او مولانا فضل الرحمان سخته غندنه وکړه او د ژوند د ضایع کېدو په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره یې دعا وکړه.
د حق جنازه د شنبې په ورځ وشوه او هغه د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. د حقانیه مدرسې د رسمي بیان له مخې د حق ورور مولانا راشد الحق د حقانیې مدرسې نائب مهتمم وټاکل شو. په داسې حال کښې چې د مرحوم مولانا حامد الحق حقاني زوی مولانا عبدالحق ثاني به د هغه سیاسي دفتر په میراث یوسي.
د پېښور افغان کونسل جنرل حافظ محب الله شاکر هم په جنازه کښې ګډون وکړو او ویې ویل چې افغانستان د حقاني کورنۍ سره یو ځای ولاړ دی.