به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميه وايي چي د دتہ خېل په خرسين او شا و خوا سيمو کې يې د امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي تلاشي اپریشن په برياليتوب سره پای ته ورسولو.

​د ضلعي انتظاميې په وينا دا اپریشن په سيمه کې د امن او نظم د بحالۍ او د ترهګرو خلاف د مبارزې لپاره ډېر مهم وو. انتظاميې او قانون نافذ کوونکو ادارو د خرسين د خلکو زغم، قرباني او د وطن دوستۍ جذبه ستایلې ده او د هغوی له همکارۍ يې مننه کړې ده.

​د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر وويل چې د خرسين خلکو تل د حکومت او امنيتي ادارو سره په ګډه د سولې په ټینګولو کې خپل رول ادا کړی دی. هغه ډاډ ورکړو چې ضلعي انتظاميه به د خلکو د بيا مېشت کېدو او د هغوی لپاره د ټولو اسانتياوو برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

​د دې اعلان سره سره په خرسين کې د ژوند د بيا پيلېدو او د خلکو د خپلو کورونو او ورځنيو چارو ته د راستنېدو هيلې زياتې شوې دي.

نور ولولئ