د خیبر پختونخوا په جنوبي وزیرستان ضلعې ماڼړه سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف یو لوی اپریشن شروع کړي دي. چې په پایله کې یې څو ترهګر وژل شوي او ژوبل شوي دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي چې بریدونه د آر پي جي مارټرونو په واسطه شوي دي.
لومړی برید د مانړه په سیمه کې پر یوې فیلډر ګاډي وشو. چې ګاډی یې لږ زیانمن کړو. وروسته پر همدې ګاډي دویم برید وشو. چې دوه ترهګر یې ژوبل کړل. له دې ژوبلو دوه ترهګرو یو افغان وګړی و. چي د خپلو ژوبلو له امله مړه شول.
په بریدونو کې د ترهګرو کمانډر هم ژوبل شوی دی.
دې اپریشن وروسته د متک کلي ته نږدې په یوه کچه لار کې د ترهګرو بل فیلډر ګاډی په نښه شو. په دې برید کې دوه ترهګر ژوبل شول. هغوی له خپلو ملګرو سره یوځای ګاډی پرېښود او وتښتېدل. امنیتي ځواکونو سمدستي اپریشن وکړو او پر ګاډي یې راکټ او ډزې وکړې. چې په پایله کې یې ګاډی وسوځېدو.
د معلوماتو له مخې په متک کلي کې د شوې پېښې په ترڅ کې د ترهګرو یو قوماندان فاتح هم ژوبل شوی دی.. په دواړو بریدونو کې په ټولیزه توګه دوه ترهګر وژل شوي او پینځه ژوبل شوي دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا په دې اپریشن کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتیري هم ژوبل شوي دي. په سیمه کې د امنیتي ځواکونو اپریشن لا هم روان دي او د نورو عملیاتو امکان هم شته.