به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د فیډرل انویسټی گیشن ایجنسی (ایف آئی اے) د بلوچستان په گوادر ښار کې لوی عملیات کړي او ۱۹ کسان یې نیولي دي. دا کسان غوښتل چې په غیر قانونی توګه له پاکستان څخه ایران ته لاړ شي او یا له ایران څخه پاکستان ته راشي.

​د ایف آئی اے کمپوزټ سرکل گوادر په سمندری عملیاتو کې ۱۴ کسان نیولي چې په غیر قانونی توګه د سمندر له لارې ایران ته روان وو. له دې نیول شویو کسانو څخه ۹ تنه هغه دي چې له پاکستان څخه ایران ته روان وو ترڅو له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لاړ شي.

​دغو ۹ کسانو کې ۳ کسان د گوجرانواله، ۳ د منډی بهاءالدین او ۳ د شیخوپوره اوسیدونکي دي. دا کسان په جیوانی سیمه کې نیول شوي دي.

​​د ایف آئی اے په یو بل اپریشن کې ۵ نور غیر قانونی کسان هم ونیول شول چې له ایران څخه پاکستان ته د ننوتلو هڅه یې کوله. په دې نیول شویو کسانو کې یو ایرانی کس هم شامل دی. د ایف آئی اے د ویاند په وینا دغو کسانو د پی بی ۲۵۰ گبد ځمکنی لارې له لارې پاکستان ته د راتلو هڅه کوله. د ټولو نیول شویو کسانو خلاف کیسونه ثبت شوې او پلټنې پیل شوې دي.

​د ایف آئی اے کمپوزټ سرکل گوادر په جلا اپریشن کې ۲۴ نور کسان هم نیولي چې په غیر قانونی توگه د سمندر له لارې له پاکستان څخه ایران ته روان وو. د ایف آئی اے د ویاند په وینا دا کسان هم د جیوانی سیمې څخه ونیول شول.

​په نیول شویو کسانو کې ۱۱ کسان د گوجرانواله، ۷ د حافظ آباد، او ۶ د شیخوپوره اوسیدونکي دي. په لومړنیو پلټنو کې معلومه شوه چې دا کسان له ایران څخه نورو هیوادونو ته د تگ اراده لرله. د دې کسانو خلاف هم کیسونه ثبت شوې او نورې پلټنې روانې دي.

نور ولولئ