به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د مجلس علماء پاکستان لخوا په کویټه کښې جوړې شوې د پاکستان د ملي ثبات کانفرنس ته وویل چې د پاکستان اساسي قانون نه منونکو او وسلوال بې ثباته کوونکو سره به هېڅ مذاکرات نه کېږي. هغه وویل چې د ریاست داسې دښمنانو پر وړاندې به سخت اپریشن کېږي.

د دې کانفرنس اصلي مقصد د آزادۍ د ورځې لمانځل، د بنیان مرصوص په اپریشن کښې د پاکستان د پوځ د کار ستایل او ملي یوالي ښودل وو.

په دې کانفرنس کښې د ټول هېواد نه عالمانو، مذهبي پوهانو، سیاسي او ټولنیزو مشرانو برخه واخيسته.

سرفراز بګټي وویل چې د بلوچستان حکومت به له هر مثبت ګام څخه ملاتړ وکړي او ډېر ژر به په ټوله صوبه کښې سوله راشي. هغه دا هم وویل چې ریاست پیاوړی دی او په وسله نه کمزوری کېږي.

د مرکزي رویت هلال کمیټې مشر مولانا عبدالخبیر آزاد وویل چي د بلوچستان له لارې به د آزادۍ او سولې پیغام ټولې نړۍ ته ورسیږي. هغه هند ته په خطاب کښې وویل چي مونږ د هند غرور له خاورو سره خاورې کړ او نن ټولې نړۍ زمونږ هوډ ستایي.

د بلوچستان اسمبلۍ غړي سنجي کمار وویل چې پاکستاني پوځ د دښمنانو ناوړه پلانونه شنډ کړي دي. هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې له نا امیدۍ لرې شي. څو د پاکستان بیرغ لوړ پاتې شي. په کانفرنس کښې بېلابېلو مذهبونو عالمانو په یوالي او ثبات ټینګار وکړ.

نور ولولئ