د هند د هوايي ځواک (IAF) دوه پایلټان هغه مهال ووژل شول کله چې د دوی جیګوار جنګي الوتکه د چهار شنبې په ورځ د راجستان ایالت چورو سیمې ته نږدې وغورځېده. د هند هوايي ځواک تایید کړه چې دا پېښه د معمولې روزنیزې الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده.
چارواکو ویلي چي برېتانوي-فرانسوي جوړه شوې جیګوار الوتکه شاوخوا ۱:۲۵ بجې (ځايي وخت) په یوه کرنیزه ځمکه کښې لوېدلې ده. د پېښې ځای ته نږدې انساني پاتې شوني موندل شوي دي.
د هند هوايي ځواک په ایکس کښې په یوه پوسټ کښې ویلي دي چي د هند هوايي ځواک یوه جیګوار روزنیزه الوتکه نن د راجستان په چورو کښې د یوې معمولې روزنیزې الوتنې پر مهال نسکوره شوه. دواړو پایلټانو په دې پېښه کښې وژونکي ټپونه ولیدل.
د هند هوايي ځواک زیاته کړې چي د ژوند له لاسه ورکولو له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د غم په دې وخت کښې د قربانیانو له کورنیو سره په کلکه ولاړ دی.
د هند هوايي ځواک ویلي چې ملکي ملکیت ته څه زیان نه دی رسېدلی. د پېښې لامل د څېړلو لپاره یوې محکمې پلټنې پیل کړې دي. الوتکې له سوراتګړ هوایی ډګر څخه له دوو پایلټانو سره الوتنه کړې وه.
د هند هوايي ځواک ژوره خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو پایلټانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی. خو دا پېښه د هند د هوايي ځواک د الوتکو په وروستیو پېښو کښې یوه بله پېښه ده.
د دې کال په پیل کښې د تیجاس په نوم یوه سپکه جنګي جیټ الوتکه په راجستان کښې نسکوره شوه او د می په میاشت کښې د هند د دفاعي ځواکونو مشر تایید کړه چې د پاکستان سره د وروستۍ جګړې پر مهال د دوی څو جنګي الوتکې پاکستان ویشتلې وې. پاکستان ویلي وو چې د هند ۶ جنګي الوتکې یې ویشتلې وې.