د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور د شمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون په ټولو قبایلي ضلعو کښې د امن او نظم وضعیت ارزولو لپاره یوه لوړه کچه غونډه کړې ده. په دې غونډه کښې اړوندو صوبایي وزیرانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون درلود.
د وزیر اعلی له دفتر څخه په خپره شوې وینا کښې راغلي چې د غونډې په ترڅ کښې یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د ټولو مکتب فکرونو او ولسونو په ګډه او یوه خوله تګلاره جوړه کړه. علي امین ګنډاپور وویل چې اوسني وخت غوښتنه ده چې له سیاست پورته شي او ټولې سیاسي ډلې له یوه پلیټ فارم څخه د امن او نظم د ټینګښت لپاره ګډه تګلاره غوره کړي. هغه زیاته کړه چې ولسي استازي باید په یوه ژبه د ترهګرۍ د له منځه وړلو تګلارې پلي کول یقیني کړي.
په دې غونډه کښې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې تګلارې جوړولو لپاره د یو حکومتي پلاوي د جوړولو پریکړه هم وشوه. دا پلاوی به ټولو سیمو ته سفر وکړي او له ولس سره د مشورې لړۍ به نوره هم چټکه کړي. پر دې سربیره په دې لړۍ کښې د ټول ګونديز کانفرنس د رابللو پریکړه هم وشوه چې د ټولو سیاسي ګوندونو پارلیماني مشرانو ته به بلني لیکونه واستول شي.
وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور د قبایلي ضلعو د قومي او صوبايي اسمبلۍ غړو یوه بیړنۍ غونډه هم راغوښتې ده. وزیراعلیٰ ټینګار وکړ چې یوازې د معنی لرونکو اقداماتو، متقابلو مشورو او متفقو پریکړو له لارې دایمي امن ټینګیدای شي.



