به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې نړۍ لیدلي چې پاکستان له هند سره خپله وروستۍ جګړه په ډېر ارام او هوښیارۍ سره حل کړه. هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د ورورولۍ اړیکې باید په یوه سازماني مشارکت بدلې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې پاکستان او ترکیه په بېلا بېلو برخو کښې د خپلو همکاریو د پراختیا په لټه کښې دي.

ډار په اسلام اباد کښې یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کښې وویل چې د پاکستان او ترکیې ترمنځ منظمې تبادلې زمونږ د قوي او ورورولۍ اړیکو یوه ځانګړنه ده. هغه وویل چي د پاکستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ اړیکې دومره قوي او طبیعي دي چې مونږ په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو کښې ډېر په وار وار له یو بل سره مشورې کوو. په نننۍ چټک بدلیدونکې نړیواله چاپیریال کښې دا ډول پرله پسې مشورې تر بل هر وخت ډېرې اړینې دي.

هغه زیاته کړه چي پاکستان په وروستیو دوو کلونو کښې د ترکیې دفاعي صنعت له ۲۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته د رسېدو ډېره ستاینه کوي. مونږ غواړو چي د ترکیې له تجربې او مهارت څخه ګټه پورته کړو. مونږ غواړو په خپله ټوله سیمه کښې د سولې او ثبات په پراختیا سره خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړو.

ډار زیاته کړه چې د پاکستان او ترکیې ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره جوړې شوې ټولې ۱۲ ګډې کمیټې لا دمخه لیدنې کړې او یا به ډېر ژر ملاقاتونه وکړي. هغه دا هم وویل چې پاکستان په کراچۍ کښې د ترکیې د متشبثینو لپاره یوه ځانګړې اقتصادي سیمه جوړوي او د استنبول، تهران، اسلام اباد اورګاډی بیا رغول کیږي. هغه زیاته کړه چې په مظفرآباد کښې د معارف یو ښوونځی جوړیږي او ترکي شرکتونه په پاکستان کښې د لویو ساختماني پروژو لپاره په پام کښې نیول شوي دي. هغه زیاته کړه چې ترکي شرکتونه به د سمندر د تېلو د کیندنې پروژو او د بریښنا د ویش شرکتونو په خصوصي کولو کښې برخه واخلي.

ډار وویل چې دواړه هېوادونه به په دفاع او ترهګرۍ ضد مبارزه کښې هم ژوره همکاري وکړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان ترکیه یو باوري دوست او د اعتماد وړ ورور بولي چې تل  زمونږ تر څنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه چي تاریخ د دې ورورولۍ له مثالونو ډک دی. وروستۍ بېلګه یې د هند او پاکستان وروستۍ جګړه وه.

هغه وویل چي دا یوه داسې اړیکه ده چې په کلمو کښې نه شي تشریح کیدی. تاسو باید ترک یا پاکستانی اوسئ ترڅو هغه مینه او باور درک کړئ چې مونږ یې له یو بل سره لرو. ډار زیاته کړه چي زه بیا تکراروم چې پاکستان به تل د خپلو ترکي وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ وي.

په پاکستان کښې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څرګندونې د ده خپلې څرګندونې دي او ګډه اعلامیه یې بللی شو.

فیدان ویلي دي چي له دفاع وزیر سره یې پاکستان ته سفر ګټور و او د مېلمه پالنې له امله یې مننه کړې ده.

هغه ویلي چي د ترکیې او پاکستان ترمنځ ځانګړې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورورولۍ اړیکې بیا تاییدوي.

فیدان زیاته کړه چې د پاکستان پر حکومتونو دا دنده ده چې ورورولیزې اړیکې په یوه اداري ملګرتیا بدلې کړي. هغه وویل چې د دې کار د یقیني کولو لپاره قوي ګامونه پورته کېږي. نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه په اقتصاد، انرژۍ، دفاع، تعلیم او کلتوري برخو کښې همکارۍ پیاوړې کول غواړي.

فیدان وویل چې دواړه هېوادونه غواړي خپلې سوداګریزې اړیکې ۵ میلیارده ډالرو ته ورسوي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي اړیکې لا دمخه ګټورې دي خو ځمکني او سمندري اړیکې باید نورې هم پیاوړې شي.

هغه دا هم تایید کړه چې په دفاع کښې به همکارۍ نورې هم پیاوړې شي چې د دواړو هېوادونو په امنیت کښې به مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو کښې ترکیې ته ارزښتناکه مرسته چمتو کړې ده.

فیدان وویل چې وروستیو پیښو ثابته کړه چې د پاکستان او ترکیې ترمنځ پیوستون او همکاري رښتیا هم مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې ترکیې د هند او پاکستان شخړه له نږدې څارلې او نړیوالې ټولنې د پاکستان د حکمت او آرام چلند ستاینه کړې. هغه زیاته کړه چې د دوو ایټمي قدرتونو ترمنځ شخړه جدي پایلې لرلای شي.

ده ترکيې د بهرنيو چارو وزير وویل چې د اسراییلو کړنې لرې پایلې لري او هیله یې وښوده چې له ایران سره اوربند به دایمي وي. هغه زیاته کړه چې شخړې به باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

Author

نور ولولئ