به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

اسرایلي پوځ د “میډلین” په نوم د مرستې کښتۍ هغه مهال ونیوله کله چې دا غزې ته له رسېدو ۱۶۰ سمندري مایل (نږدې ۲۹۶ کیلومټره) لرې وه. دا کښتۍ غزې ته د بشري مرستو په لېږدولو بوخته وه.


دې کښتۍ “فریډم فلوټیلا اتحاد” پرمخ وړله. په کښتۍ کښې د سویډن چاپېریال پاله فعاله ګریټا تَنبرګ، د اروپا پارلیمان فرانسوۍ غړې ریما حسن، او یو خبریال هم سپاره وو. دوی د جون په لومړۍ نېټه له سیسلي څخه د وریجو او ماشومانو خواړو په ګډون لږه اندازه بشري مرستې لېږدولې. دوی هیله درلوده چې غزې ته ورسېږي. خو کښتۍ یې ونیول شوه.


د اسراییلو دفاع وزارت په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کښې ویلي چې کښتۍ په خوندي توګه د اسراییلو سواحلو ته رسول شوې او مسافر به یې خپلو هېوادونو ته ستانه شي. فریډم فلوټیلا اتحاد هم په یوه بیان کښې تایید کړه چې اسرایلي پوځیانو کارکوونکي نیولي دي. د دې پېښې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کښې خپرې شوې دي.


د اروپا پارلیمان غړې ریما حسن له کښتۍ څخه ای اېف پي خبري اېجنسۍ ته وویل چي مونږ به تر وروستۍ شېبې فعال پاتې شو. تر څو چې اسراییل انټرنېټ او شبکې بندې نه کړي. هغې زیاته کړه چي په دې کښتۍ کښې دولس ملکي وګړي سپاره دي. مونږ وسله وال نه یو. یوازې بشري مرستې دي.
حسن په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د هغو هېوادونو له لوري چې اتباع یې په دې کښتۍ کښې وو. په کوم کښی چي څه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. هغې زیاته کړه چي هیڅ هیواد ځواب نه دی ویلی.

Author

نور ولولئ