به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه هندي ډرون په لاهور کښې راغورځولي ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ په لاهور ښار کښې یوه هندي ډرون یا بې پاېلټه الوتکه چې د پاکستان فضایي حدود ته ننوتې وه، په نښه ئي کړه او را و ئي غورځوله.

د جیو نیوز د راپور له مخې دغو سرچینو ویلي چې داسې ښکاري چې دا یوه څارګره ډرون وه، ځکه چې پکې چاودېدونکي مواد نه و.

استخباراتي ادارو دا ډرون الوتکه د څېړنو لپاره له ځان سره وړې ده.

دا پېښه په داسې حال کښې کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ له میاشتو راهیسې ترینګلتیا روانه ده او د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کښې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي نښته هم شوې وه.

دا نښته وروسته له هغې شروع شوه کله چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کښې د هند تر قبضې لاندې کشمیر کښې په سیلانیانو برید وشو او په غبرګون کښې یې د پاکستان وسله والو ځواکونو پر هند څو پوځي اډو عملیات بنیان مرصوص په نوم بریدونه وکړل. دا جګړه ۸۷ ساعته روانه وه او د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

نور ولولئ