به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان د موسمياتو څانګې (PMD) په ټول هېواد کښې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی. دا خبرداری په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا، شمال ختيځ پنجاب، آزاد کشمير او بلوچستان ځينې برخې په نښه کوي.

د مونسون موسم چې د کرنې او اوبو ډکولو لپاره خورا مهم دی. د جون له ۲۶مې راهيسې يې لا دمخه په ټول هېواد کښې لږ تر لږه ۸۱ کسانو ژوند اخيستی دی. د PMD د دې خبرتيا ترڅنګ لومړي وزير شهباز شريف د ملي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (NDMA) ته امر کړی چې د احتمالي بيړنيو حالاتو او سېلابونو لپاره چمتووالی ونيسي.

د PMD وروستي معلومات ښيي چې د هېواد په پورتنيو برخو کښې به د جولای تر ۱۰مې پورې د مونسون بارانونه دوام وکړي. په څو سيمو کښې لکه کشمير، شمال ختيځ پنجاب، پوټوهار سيمه، شمال ختيځ او سويلي بلوچستان کښې به درانه بارانونه وشي. په ډېرو ښارونو لکه اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور او پېښور کښې د سېلابونو او اوبو ډکېدو خطر شته. تمه ده چې اسلام اباد او شاوخوا سيمې به له قوي بادونو او تندرونو سره ډېر بارانونه ولري. کراچۍ او د سند نورو ساحلي سيمو کښې ښايي لږ باران يا نم وي.

پي ایم ډي په خيبر پښتونخوا، پنجاب، د بلوچستان په ګڼو ضلعو، همدارنګه د ګليات سيمې او آزاد کشمير لپاره د سېلابونو ځانګړي خبرداري خپاره کړي دي. د ځمکې ښويېدنه هم يوه جدي اندېښنه ده. په ځانګړي ډول په غرنيو سيمو کښې  د ځمکې ښویدلو ډیر امکان وي. ده پي ډي ایم اي څانګې له خلکو غوښتي چې له احتياطه کار واخلي او د موسم له تازه معلوماتو نه ځان خبر وساتي.

Author

نور ولولئ