به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

جیدو دیني عالمانو او پیرانو ویلي چې اسلام د سولې دین دی او تعلیمات یې د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد دي. دیني عالمانو روښانه کړه چې په شریعت کښې د ناحقه وژنې هېڅ ځای نشته بلکې د یوه بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ده.

ممتاز مذهبي عالم مفتي تمحید جان په یوه ویډیو کښې ویلي چې اسلام په کلکه د دولت پر ضد تګ او فساد خپرول منع کوي. هغه په ښاریانو ټینګار وکړ چې د هېواد د سولې او سوکالۍ لپاره له دولت سره همکاري کول زمونږ ملي او اسلامي دنده ده.

مفتي عبدالباسط پاکستان د خدای یو ستر نعمت وباله. چېرته چې ښاریان هر ډول آزادي لري. هغه په دې خبره رڼا واچوله چې په هېواد کښې په سوله ییزه توګه ژوند کول زمونږ مهم مسؤلیت دی. د هغه په وینا د هېڅ ډول ترهګرۍ یا د دولت پر ضد پاڅون ته نه اساسي قانون اجازه ورکوي، نه شریعت او نه هم زمونږ عالمان او مشران یې تاییدوي. هغه پر مسلمانانو غږ وکړ چې له دولت سره ودریږي چي په خپله موخه ثابت قدمه پاتې شي او د ګډوډۍ او ترهګرۍ خپروونکو ملاتړ کولو څخه ډډه وکړي.

د مفتي صاحبانو له څرګندونو دا پیغام راپورته کیږي چې د یوه سوله ییز او سوکاله هېواد د جوړولو لپاره له دولت سره همکاري او یووالی اړین دي. دا نه یوازې زمونږ اساسي قانوني او ملي دنده ده بلکې د اسلامي تعلیماتو یوه مهمه برخه هم ده.

Author

نور ولولئ