به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

نن سې شنبې د جولاى پر ۸، ۲۰۲۵، د جیو نیوز له راپور سره سم په باجوړ کښې د ماموند په سیمه کښې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کښې لږ تر لږه اته ترهګر ووژل شول. دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د سې شنبې په سهار د امنیتي ځواکونو یوه ډله په چاودنه کښې په نښه شوه.

د ماسپښین په لومړیو کښې په سیمه کښې د سختو نښتو راپور ورکړل شو او د خراسان ډایري راپور ورکړ چې جنګي چورلکې هم پر سیمه راڅرخي.

رسمي سرچینو وروسته څرګنده کړه چې په دغو عملیاتو کښې اته ترهګر وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې پکې وسله وال په سیمه کښې په ازاده توګه ګرځیدل. بیا د سې شنبې په ورځ د خراسان ډایري په وینا د امنیتي ځواکونو یوه ډله په چاودنه کښې په نښه شوه او څلور سرتیري پکې ټپیان شول.

د راپورونو له مخې چاڼیز عملیات په هم اغه ځای کښې پیل شوي چیرې چې امنیتي ځواکونه په نښه شوي وو.

Author

نور ولولئ