به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

لکي مروت پولیسو یوه ستره ترهګریزه دسیسه شنډه کړې ده. دوی یو ۱۸ کیلو ګرامه بم (IED) چې د لکي ښار سره نږدې مچني خیلو کښې ښخ شوی و. هغه ئي ناکاره کړی دی.

د معلوماتو له مخې پولیسو ته یو خبر رسیدلی و چې د لکي ښار د پولیسو سټیشن په سیمه کښې په یوې خاورینې لارې لاندې یو بم په ماهرانه توګه پټ شوی دی.

د ضلعي د پولیسو افسر محمد جواد اسحاق په لارښوونو، سیمه ایزو پولیسو سیمه کلابنده کړه او د بم شنډولو سکواډ (BDS) په ډیر احتیاط او مهارت سره بم راوویست. د BDS ټیم په بریالیتوب سره بم شنډ کړ او د یوې لویې پیښې مخه یې ونیوله.

پولیس په دې باور دي چې ترهګرو غوښتل امنیتي ځواکونه په نښه کړي. د پیښې د ترسره کوونکو په اړه څیړنې روانې دي.

Author

نور ولولئ