به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چې د دوی د ګډې پولې په اوږدو کښې د خلکو قانوني تګ راتګ اسانه کولو لپاره همکارۍ ته وده ورکړي.

دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کښې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نوي اضافي سیکرټري په کچه د میکانیزم په پرانیستې غونډه کښې وشوه.

دا خبرې چې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال سینیټر اسحاق ډار د اپریل د ۱۹مې نېټې سفر تعقیبوي. د دوه اړخیزو همکاریو پر څو مهمو برخو متمرکزې وې.

په دې کښې سوداګري او ترانزیت، امنیت او نښلول شامل وو. دواړو خواوو سیمه ییز ثبات ته د ترهګرۍ د پام وړ ګواښ ومنه.

پاکستان په افغانستان کښې د ترهګریزو ډلو پر ضد پر مضبوط  اقداماتو ټینګار وکړ او د پاکستان پر امنیت او سیمه ییز پرمختګ یې د هغوی ویجاړونکی اغېز روښانه کړ. په خبرو اترو کښې د سوداګرۍ او ترانزیت همکاریو ته پر پرمختګ هم بحث وشو او کابل ته د سینیټر ډار له سفر وروسته د معرفي شویو اقداماتو پر پرمختګ بیا کتنه وشوه.

د دغو اقداماتو موخه د ۱۰ سلنې پروسس فیس په له منځه وړلو، د بیمې تضمینونو په ورکولو، د پلټنو په کمولو، او د تعقیب او موندلو سیسټم په پلي کولو سره د افغان ترانزیتي سوداګرۍ ساده کول دي.

د سیمه ییزې نښلونې پر اهمیت ټینګار وشو او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې ازبکستان،افغانستان، پاکستان د ریل پټلۍ لپاره به د چوکاټ تړون د بشپړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د افغان اتباعو بېرته ستنول د بحث یوه بله موضوع وه. پاکستان له افغانستان څخه د اسنادو لرونکي سفر د اسانتیا لپاره خپلې هڅې روښانه کړې. په شمول د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې د ۵۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو ویزو صادرول.

دواړو هېوادونو د ګډو ننګونو حل کولو لپاره د دوامداره ښکیلتیا ژمنه بیا تکرار کړه او د سیمه ییز پرمختګ او پیاوړو دوه اړخیزو اړیکو لپاره یې اوږدمهاله امنیت مهم وباله. د اضافي سیکرټري په کچه د خبرو راتلونکی پړاو د دواړو خواوو لپاره په مناسبه نېټه ټاکل شوی دی.

Author

نور ولولئ