مرکزي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه به ټول غیرقانوني بهرنيان او هغه کسان چې د افغان سیټیزن کارډ (ACC) لري، له هېواده وباسي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کښې له ټولو ACC لرونکو څخه غوښتي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې په خپله خوښه له هېواده ووځي. حکومت ټینګار کړی چې د باعزته بیرته لیږلو لپاره یې کافي وخت ورکړی او ټول هغه کسان چې ځي هغوی له به د خوراکي چیزونو او روغتیايي خدماتو په برخه کښې به ورسره مرسته وشي.
د وزارت یوه ویاند ویلي: “پاکستان د مهربانه کوربه په توګه اوږده تاریخ لري. خو ټول هغه کسان چې په پاکستان کښې اوسیږي، باید د هېواد قوانینو او اساسي قانون ته غاړه کیږدي.”
ویاند بیا ټینګار وکړ چې حکومت د یو ذمه وار دولت په توګه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن دی. ویاند زیاته کړه چې د ایستلو بهیر به په انساني ډول او د بیرته راستنیدونکو د حقونو په عزت سره ترسره شي.
مرکزي حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غیرقانوني بهرنیانو د بیرته ستنولو پروګرام (IFRP) پیل کړی و. د دې پروګرام له مخې، په هېواد کښې غیرقانوني اوسیدونکي بهرني خلک، د افغان خلکو په ګډون، په تدریجي ډول ایستل کیږي. له اعلان راهیسې، تر ۸۰۰۰۰۰ څخه ډیر افغانان لا دمخه خپل هیواد ته استول شوي دي.
خو اوس حکومت پلان لري چې د افغان سیټیزن کارډ لرونکي افغان خلک هم وباسي. د پی آر آر (PRR) لرونکو لپاره د هیواد څخه د وتلو وروستۍ نیټه د جون ۳۰ ټاکل شوې ده.
ده فرورۍ په میاشت کښې، په پاکستان کښې د افغانستان سفارت دعوی کړې وه چې د دوی کډوال د چارواکو له خوا د پلټنو او نیولو سره مخ دي او په زور سره له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ایستل کیږي.
په ځواب کښې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې پاکستان د لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب په عزت سره کړی او د ناوړه چلند تورونه بې بنیاده دي. دوی د افغانستان له حکومت څخه هم غوښتي وو چې ډاډ ترلاسه کړي چې کډوال په سمه توګه په ټولنه کښې مدغم کیږي.
په عین حال کښې، ډیری کډوال چې په نورو هیوادونو کښې د بیا میشتیدو په تمه دي، هم د دې پلان له مخې بیرته استول کیږي. د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې وروستیو کښې ویلي وو چې که چیرې غربی هیوادونه د ژمنې سره سم کډوال ونه مني، پاکستان به مجبور شي چې دوی بیرته واستوي. د هغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا میشتیدو پلان ختم کړ.