به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پنجاب پولیسو  په یوه لویه بریا کښې، د پنجاب او خیبر پښتونخوا پولې سره په لکهاني چیک پوسټ باندې د بهرنیو ترهګرو دویم لوی برید په دې هفته کښې شنډ شو.

 د پنجاب پولیسو ویاند وویل چې ۱۵ تر ۲۰ ترهګرو د سحري په وخت کښې د پولی په چیک پوسټ باندې ناڅاپي برید وکړ.

  ترهګرو له څلورو خواوو په وړو ډلو برید وکړ او راکټ لانچرونه او درنې وسلې یې استعمال کړی.

 خو خبردارو پولیسو د حرارتي عکس اخیستلو کیمرو په استعمالو سره ترهګر له لرې څخه ولیدل. د ماشین ګنونو او مارټر په ډزو سره سمدستي او پرېکنده ځواب ورکړ. او ترهګر یې  چیک پوسټ ته  د ننوتلو نه مخکی په شا تګ ته مجبور کړل.

  ویاند وویل چې ترهګرو د دی اغېزمن ځوابي برید په پایله کښې ډېره مرګ ژوبله ولیده. دا په دې ځای کښې په یوی هفتی کښې دویم شنډ شوی برید دی او شپږ ورځی مخکی هم دغه رنګ برید شوی وو.

  دا عملیات د ډېره غازي خان د RPO کپتان (ریټایرډ) سجاد حسن خان په رهبری کښی تر سره شول، او د ډېره غازي خان د DPO سید علي په رهبری د چټک غبرګون ځواکونو مرستندویه ډلې هم په چټکۍ سره منظر ته ورسېدلې.

  د پنجاب پولیسو انسپکټر جنرل ډاکټر عثمان انور په دې عملیاتو کښې د برخه والو افسرانو زړورتیا او خبرتیا وستایله او ویې ویل چې دا ۱۹م داسې برید دی چې د پنجاب پولیسو لخوا شنډ شوی دی. هغه د ترهګرو د ماتولو او د خلکو د خوندیتوب او امنیت د یقیني کولو لپاره د پولیسو پر ژمنې ټینګار وکړ. انور دا هم وویل چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا په پوله کښې چیک پوسټونو ته د عصري وسلو ورکول د دغو بریدونو په شنډولو کښې ډېر مهم رول لوبولی دی.

  د ډېره غازي خان RPO زیاته کړه چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو کښې له نورو ادارو سره ګډ عملیات روان دي. هغه زیاته کړه چې د پرسونل خبرتیا ترهګر د خپلو مقصدونو په ترلاسه کولو کښې ناکام کړل.

نور ولولئ