به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

آئي اېس پې آر وائې چې د ۲۰۲۵ کال د فرورۍ په ۶مه، یو افغان وګړی چې په پاکستان کې یې په ترهګرۍ کې لاس لرلو، د شمالي وزیرستان په  دته خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو

دا کس وروسته لقمان خان چې په نصرت مشهور و (افغان وګړی)، د کمال خان زوی، د افغانستان د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی، وپېژندل شو

د افغانستان له لنډمهاله حکومت څخه غوښتنه شوې چې د دې کس جسد، چې د افغانستان وګړی دی،  تحویل واخلي

دا ډول پېښې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا نه انکار کېدونکي ثبوتونه دي. له لنډمهاله افغان حکومت څخه تمه کېږي چې خپلې وعدې پوره کړي او د ترهګرو لخوا د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره  کار اخیستل رد کړي

نور ولولئ