| به‌روزرسانی دربارهٔ |18:07

د خېبر پښتونخوا والي فيصل کريم کونډي د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی سهېل آفريدي له لوري د وسلوالو ځواکونو پر ضد د وروستيو څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړی او دا يې د ملي ادارو د حوصلې او د ولسي امنيت د کمزوري کولو هڅه بللې ده.

ګورنر فيصل کريم کونډي په يو رسمي بيان کې وويل چې زړور سرتېري د صوبې د امن او ثبات لپاره خپلې وينې قرباني کوي، او د دوی د هڅو او قربانيو درناوی د هر تبعه اخلاقي مسؤليت دی. هغه زياته کړه چې د پوځ پر نيت او کړنو شک کول د پوځ مورال کمزوری کوي او د ولس اعتماد ته زيان رسوي.

ګورنر څرګنده کړه چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کېدونکي عمليات د خلکو د خونديتوب او د سولې د ټينګښت لپاره دي، نه د کوم سياسي هدف لپاره.

فيصل کريم کونډي له وزيراعلی سهېل آفريدي وغوښتل چې زغم، حوصله او د ملي يووالي فضا وساتي، ځکه چې د سياسي اختلافاتو څرګندول بايد د ملي امنيت پر وړاندې د شخړې سبب نه شي.

هغه ټولو سياسي ګوندونو ته هم غږ وکړ چې سياست دې د ملي امنيت د ادارو د کمزوري کولو وسيله نه ګرځوي، بلکې د دايمي سولې لپاره دې د وسلوالو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

په پای کې ګورنر فيصل کريم کونډي وويل چې د سياسي احتساب فيصله به ولس د راتلونکو ټاکنو له لارې کوي، او ټينګار يې وکړ چې سياسي بحثونه بايد د ملي امنيت له مسئلو بېل وساتل شي، څو د هېواد يووالی او امنيت خوندي پاتې شي.

نور ولولئ