د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سرحدپار ترهګرۍ د ختمولو په هدف روانې خبرې اترې خپل درېیم پړاو ته رسېدلي دي، چې دا ځل د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د استانبول په ښار کې ترسره کېږي. دا مذاکرات چې د کونراډ هوټل کې په سخت امنیتي چاپېریال او محدودې رسنیزې پوښښ سره روان دي، موخه یې د ترهګرۍ ضد ژمنو د څار او تصدیق لپاره یو وروستی چوکاټ ټاکل دي. د دواړو هېوادونو د استخباراتو مشران د خپلو پلاوو مشري کوي.
د پاکستاني پلاوي غوښتنې او منځګړیو ملاتړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندربي په اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان پلاوي خپلې غوښتنې د شواهدو او منطق پر بنسټ د منځګړو له لارې وړاندې کړې دي. د ده په وینا، د دې غوښتنو یوازینی هدف د سرحدپار ترهګرۍ مخنیوی دی.
ویاند زیاته کړه:
“منځګړیو د پاکستان له خوا وړاندې شوي اسنادو او د نړیوالو قوانینو له مخې د اسلاماباد دریځ ته بشپړ ملاتړ څرګند کړی.”
هغه وویل چې اوس منځګړي د افغان پلاوي سره د پاکستان د غوښتنو پر هر ټکی مفصل بحث کوي.
له TTP سره د لاتعلقي څرګند غوښتنه
سرچینې وایي چې پاکستان له افغان طالبانو څخه په څرګنده توګه غوښتنه کړې چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) څخه ځان جلا کړي او د افغان خاورې څخه د پاکستان ضد عناصرو پر ضد عملي او هدفمند اقدامات وکړي.
اسلاماباد همدارنګه له کابل څخه د یو روښانه حکمنامې غوښتنه کړې، چې پکې دې د پاکستاني طالبانو او د TTP تر چتر لاندې فعالو ډلو څخه د فاصلې او بېپرېتوب څرګند اعلان وشي. د خراسان ډایري خبري اژانس هم د دې “شواهدو پر بنسټ غوښتنو فهرست” د شتون پخلی کړی دی.
پرمختګ هيله بښونکی، خو عملي ضمانت لا هم ستونزمن
د ډان نیوز د راپور له مخې، د خبرو له بهیر سره نږدې سرچینو تر دې دمه پرمختګ “هېله بښونکی” بللی، او ویلي چې د ځینو پاتې مواردو په اړه د توافق امکان شته. خو سرچینو خبرداری ورکړی چې د ترهګرو ډلو پر ضد د قابلِ تصدیق عملي ګامونو په اړه وروستۍ موافقه لا هم سخته ده.
د راپور له مخې، په مذاکراتو کې ښايي د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د سرحدي امنیت د پروتوکولونو په اړه یوه موقتي موافقه وشي، خو د دوامدارې بېباورۍ فضا او د TTP په اړه د کابل مبهم دریځ لا هم د یوې اوږدمهالې موافقې په لار کې جدي خنډ دی.
چارواکي وايي که اړتیا پېښه شي، خبرې اترې به د نن ورځې وروسته هم وغځول شي.



