د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د افغان طالبانو سره خبرې اوس مهال په استانبول کې روانې دي. د وزارت چارواکو د عامه خلکو څخه غوښتنه کړې چې د ټولنیزو رسنیو په غیر تصدیق شویو بیانونو باور ونکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندربي په یوې خبري غونډه کې وویل چې پاکستان واضح دریځ لري: د افغانستان خاوره هیڅکله د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي. هغه زیاته کړه چې پاکستان خپلې غوښتنې د شواهدو پر بنسټ د منځګړو له لارې وړاندې کړي، او منځګړي د دواړو خواو سره په هر ټکي غور کوي. ویاند وویل چې منځګړي د پاکستان دریځ په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی.
اندربي همدارنګه یادونه وکړه چې د پاکستان مرستیال وزیر اعظم اسحاق ډار د نومبر پر ۳مه استانبول ته سفر کړی او د بېلابېلو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.
ویاند ټینګار وکړ چې د انډس اوبو د تړون هر ډول سرغړونه به ونه منل شي او اوبه د پاکستان لپاره د ژوند مسئله ګڼل کېږي.
هغه وویل چې پاکستان د اسرائیل د غزې د اوربند سرغړونې په کلکه غندي او د غزې د سولې پلان د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو هڅه بولي. اندربي د فلسطین له سیمو د اسرائیلي ځواکونو د فوري وتلو غوښتنه وکړه.
ویاند زیاته کړه چې د هندي تر کنټرول لاندې کشمیر (IIOJK) خلک د هندي حکومت لخوا د ملاتړ شوې ترهګرۍ له امله لا هم د سختو ستونزو سره مخ دي.
همدارنګه اندربي وویل چې ولسمشر آصف علي زرداري د دوحې په کنفرانس کې مهمه وینا وکړه او د کشمیر په اړه د پاکستان دریځ یې نړیوالو مشرانو ته وړاندې کړ. د دې سفر پر مهال ولسمشر له څو نړیوالو مشرانو او دولتونو د مشرانو سره هم وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې وزیراعظم شهباز شریف د اذربایجان سفر کړی، څو په باکو کې د د بریا د ورځې د ۵مې کلیزې مراسمو کې ګډون وکړي.



