به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د آی ایس پي آر ډي جي لیفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري یوې بهرنۍ مجلې (بلومبرګ) ته مرکه ورکړې او د پاکستان د پوځي پرمختګ او دفاعي دریځ په اړه یې مهم معلومات شریک کړي دي.

​جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې د پاکستان پوځي پرمختګ تل د اغېزمنو او وړ پلیټ فارمونو (وسایلو) په ترلاسه کولو او په کور دننه جوړې شوې ټېکنالوژۍ باندې تمرکز کړی دی. هغه په ​​ډاګه کړه چې پاکستان چمتو دی هر ډول ټېکنالوژي ترلاسه کړي که هغه هر ځایي په ختیځه یا غربي سیمه کې وي.

​هغه په ​​واضح ډول ویلي چې پاکستان له هندوستان سره د وسلو په کومه سیالۍ کې د شاملېدو هېڅ نیت نه لري او نه یې هم کله د حقایقو یا شمېرو پټولو هڅه کړې ده.
​د ډي جي آی ایس پي آر په دې وروستیو کې د معرکهِ حق په نوم عملیاتو کې د پاکستاني وسلو د سیسټمونو پر اغېزمنې کارکردګۍ خوښي وښوده. هغه په ​​خاص توګه د چین څخه ترلاسه شویو پلیټ فارمونو کارکردګي وستایله. هغه تایید کړه چې په دې عملیاتو کې هندوستان د پاکستان هېڅ الوتکه نه ده راغورځولې.

​د بلومبرګ په راپور کې دا دعوی هم شوې چې د معرکهِ حق په عملیاتو کې د چین جوړ جی-۱۰ سي (J-۱۰C) جنګي جېټ الوتکو د هند د هوايي ځواک څو الوتکې ویشتلې دي. چې پکې رافېل هم شامل وې. په راپور کې دا هم ویل شوي چې یوه اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوو هندي الوتکو رانسکورېدل تایید کړي وو.

​په مرکه کې وویل شول چې د پاکستان دفاعي زېرمې د چینایي وسلو او امریکا جوړو اېف-۱۶ (F-۱۶) جنګي الوتکو څخه جوړې دي. د دې نه علاوه پاکستان د اګست په میاشت کې د زیډ-۱۰ اېم اې (Z-۱۰ME) جنګي چورلکو (اٹیک هیلي کاپټر) د خپل هوایي بېړۍ کې د شاملولو اعلان هم کړی و.

نور ولولئ