د بلوچستان حکومت د شورو (چهارشنبې) په ورځ په یوه حکم کښې د ټولې صُوبې لپاره تر ۳۱ اګست پورې ۳G او ۴G انټرنېټ سروس بند کړی دی. دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو په خاطر شوې ترڅو د ناخوښه پېښو مخه ونیول شي.
حکومت د دې ګام له امله د بلوچستان ولس سختې ستونزې لري. زده کوونکي، کاروباري خلک او عام کسان له موبایل انټرنېټ نه بې برخې دي او د دې له امله یې ورځني کارونه ځنډېدلي دي.
په دې حکم کښې واضحه شوې چې انټرنېټ سروس به د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه بېرته فعال شي. د بلوچستان حکومت د پاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتهارټي (PTA) ته ویلي چې پر دې پرېکړې دې سمدستي عمل وکړي.
د دې حکم کاپي د پاکستان حکومت سېکرټري، د کورنیو چارو وزارت، د بلوچستان د پولیسو اېن اېس پېکټر جنرل او د پي ټي اې چیئرمین په ګډون اړونده ادارو ته هم لېږل شوې ده.
ولس پر دې پرېکړې خپله اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره یې د انټرنېټ سروس د بحالۍ غوښتنه کړې ده.