به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

وزیر دفاع خواجه آصف د شورو (چهارشنبې) په ورځ په ټولنیزو رسنیو کښې د خپلې استعفا په اړه خپرې شوې د درواغو خبرې په کلکه ردي کړې او دا یې جعلي او د خیالي فکر پایله وبلله.

د آصف د استعفا په اړه د دروغو خبري  له هغه وروسته زیاتې شوې چې زبیر علي خان په X (پخواني ټویټر) کښې یوه لیکنه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې وزیر خپل استعفا لیک د وزیراعظم دفتر سلاکار ډاکټر توقیر شاه ته سپارلی. د لیدنې لپاره یې مري ته سفر کړی، او له هغه راهیسې یې موبایل بند دی او اړیکې نه ورسره نیول کېږي.

خواجه آصف په چټکۍ سره په X کښې د دې ادعاوو د ردولو لپاره ولیکل چي له بښنې سره دې سړي په دې ټویټ کښې خپلې هیلې لیکلي نه حقیقت سره هغه د وایرال شوي پوسټ یو سکرین شاټ هم شریک کړ چې د “FAKE” کلمه پرې ټاپه شوې وه.

دا اوازه د آصف د وروستیو څرګندونو وروسته خپره شوه چې لوړپوړي بیوروکراټان یې په پرتګال کښې د جایدادونو په اخیستو او هلته د استوګنې په پلان تورن کړي وو. هغه څرګندونې چې په سیاسي کړیو کښې یې بحثونه راپورته کړل.

خواجه آصف د دفاع وزیر په توګه خپل رول ته دوام ورکوي او د کابینې څانګې داسې څه خبرتیا نه ده خپره کړې چې بل ډول څه وښیي.

نور ولولئ