به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په خيبر پښتونخوا کښې د مہمند ضلعې بايزۍ تحصيل کښې د ترهګرو په ډزو کښې د فرنټير کور يو عسکر لانس ناٸک مير احد جان شهيد شو.

 د پوليسو سرچينو په وينا دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې په سيمه کښې ترهګرو په وقفې وقفې ډزې کولې.

په دې حمله کښې يو بل اېف سي عسکر حوالدار افسر علي هم لږ ژوبل شوی دی. زخميانو ته طبي مرسته ورکول کېږي. پوليس وايي چي په په سيمه کښې د ترهګرو پر ضد د لټون عمليات روان دي.

شهيد لانس ناٸک مير احد جان د ملک د ساتنې په خاطر خپل ژوند قربان کړی دی او د هغه قربانۍ ته درناوی وړاندې کېږي. امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده او د ترهګرو پر ضد يې اپریشن شروع کړي دي.

نور ولولئ