به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

نن سهار وختي د بنو په خوني خېل چیک پوسټ باندې وسله والو برید وکړ. برید کوونکو په درنو او سپکو وسلو سره حمله وکړه. خو پولیسو او سیمه ییزو خلکو په ګډه د دغې حملې جواب ورکړ.

د بنو پولیسو ویاند وایي د پولیسو ترڅنګ سیمه ییز خلک هم ورسره ملګري شول او په ګډه یې وسله والو ته پوره مقابله ورکړه. د پولیسو او سیمه ییزو خلکو د سخت مقاومت له امله، وسله وال اوس محاصره شوي دي او ډېر نور پولیس هم ورغلي دي.

د بنو پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي د پولیسو او سیمه ییزو خلکو د زړورتیا ستائینه کړې او ویلي یې دي چې د پولیسو حوصلې د خلکو په مرسته نورې هم زیاتې شوي دي. هغه وویل چې د ولس د مال او ځان حفاظت به کوي او د حق بری به خامخا وي.

نور ولولئ